د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۳۲

"اټومې وسلو ته د ایران لاس رسۍ زموږ د ملي امنیتي ګټو پر ضد دی"


اوباما او بنیامین نتانیاهو
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما وایي، متحده ایالات د ایران پر وړاندې په هر ډول انتخاب غور کوي او اټومې وسلو ته د ایران د لاس رسۍ د مخنیوي په مقصد به د اسرائیلو په ګډون، له خپلو متحدانو سره کار وکړې .

جمهور رئیس اوباما د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کي د خبرو پر مهال ونه ویل چې حکومت به یي څه ډول انتخاب غوره کړي.

خو زیاته یي کړه، چې اټومې وسلو ته د ایران لاس رسی، د امریکا او د اسرائیلو په ګډون د متحدانو د ملي امنیتي ګټو پر ضد دی:

“ که چیرې ایران د اټومې وسلو پروګرام ته دوام ورکړې، نو ما په څرګنده ویلي چې دا کار د اسرائیلو په ګډون، زموږ د متحدانو د ملي امنیت د ګټو پر خلاف دی او د مخنیوي لپاره یي باید چې له نړېوالې ټولنې سره کار وکړو”.

جمهور رئیس اوباما د مخالف جمهوریت غوښتونکې ګوند د سیاست والو هغه ادعاوې ردکړې چي وایي، ادارې یي د ایران د اټومې پروګرام د مخنیوي لپاره کافي کار ندی کړی. جمهور رئیس اوباما زیاته کړه، حکومت یي په سیستماتیک ډول دده په وینا “ پر ایران باندي د بل هروخت په پرتله سخت بندیزونه” لګولې دې.

تېره میاشت د ملګرو ملتونو په یوه راپور کي ویل شوی وو چي ایران د اټومې وسلو د تولید څیړنیز کارونه پر مخ وړي دي.

ایران وایي، د اټم بم د جوړولو اراده نلري او هستوي پروګرام یي د سوله اېزو مقصدونو لپاره دی.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما د جمهوریت غوښتونکي ګوند هغه تورونه رد کړل چی وایي، د حکومت بهرنۍ پالیسي یي بي جرئته او د امریکا د د ښمنانو د خوشحاله کولو پالیسی ده. جمهور رئیس اوباما وویل، “له اسامه بن لادن نه وپوښتۍ”.

د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د تېرې مي میاشت کي د امریکا د خاصو ځواکونو له خوا د پاکستان په ایبټ آباد کی ووژل شو.

د امریکا جمهور رئیس د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کي د جمهوریت غوښتنکې ګوند د سیاست والو د انتقادونو په ځواب کي وویل:

“ له اسامه بن لادن او د القاعده شبکې د نورو ۲۲ یا دیرشو مشرانو څخه وپوښتۍ چي له مخې لیري شوي، نیول شوي او یا وژل شویدي.

ایا ما له نرمۍ څخه کار اخیستی او که څوک پاته دي. تاسي له هغوي څخه وپوښتۍ”.

جمهوریت غوښتونکو په جمهور رئیس اوباما باندي سیاسي حملې زیاتې کړې او غواړي د جنورۍ میاشت کي د هغه په مقابل کي د خپل ګوند کاندید د غوره کولو عملیه پیل کړې.

په امریکا کي د ۲۰۱۲ کال د نومبر میاشت کي د جمهوري ریاست انتخابات کیږي.
XS
SM
MD
LG