د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۵۰

روسیه:امریکا زموږ د ټاکنو پرضد لاریونونه راپاروي


په روسیه کې د ټاکنو پر ضد مظاهرې
د روسیې صدراعظم ولادیمیرپوتین پر متحدوایالاتو تور لګولی چې د روسیې د انتخاباتو پرضد د مظاهرو پارونه کوي.

روسي مظاهره چیان ادعا کوي چې د ډسمبر د څلورمې نېټې انتخابات غیرعادلانه وو او درغلي پکې شوې ده.

د دې ادعاوو په اړه پوتین په خپلو لومړنیو څرګندونو کې وویل چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیلیري کلېنټن روسي مظاهره چیانو ته سېګنال ورکړی دی:

(ما د امریکايي شریکانو لومړنی غبرګون ولید. د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې لومړنی کار دا و چې د اروپا د امنیت او همکارۍ له سازمان او نورو څخه د موادو له ترلاسه کولو مخکې یې وویل چې دا انتخابات نه آزاد وو، او نه عادلانه. او په دې څرګندونو سره دې ځینو کورنيو لوبغاړو ته لارښوونه وکړه.

دې یو سیګنال ورکړ، هغو واورېد او د امریکا د بهرنیوچارو وزارت په ملاتړ یې خپل فعالیتونه پیل کړل.)

د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیلیري کلېنټن پرون په بروکسل کې ټینګار وکړ چې په روسیه کې د انتخاباتو د څرنګوالي په اړه د دې اندېښنې پرځای دي.

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاند مارک ټونر په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، امریکا په روسیه کې د کومې ځانګړې ډلې یا اجنډا ملاتړ نه کوي او هدف یې د شفافو او آزادو انتخاباتو ملاتړ دی.
XS
SM
MD
LG