د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۱۷

امریکا په سوریه کې د یوه نوي رژیم غوښتونکې ده


د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینتن په ژینو کې
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینتن په ژینو کې د سوریې د اپوزیسون له ملي شورا سره ترخبرو وروسته وویل، سوریایان د دې ترڅنګ چې له قدرته د بشرالاسد د لیرې کېد هڅه کوي، باید د قانون د حاکمیت پرلوري هم پرمختګ وکړي.

میرمن کلینټن وویل، د انتقال په ډموکراتیکه پروسه کې د بشرالاسد د رژیم پرړنګیدو سربیره نور مهم مسایل هم شامل دي. یانې د قانون د حاکمیت پرمسیر د سوریې برابرول او له فرقه یي، قومي او جنسي توپیرونو پرته د دې هېواد د ټولو اتباعو د لومړنیو حقونو تامېنېدل هم له ډېر اهمیته برخمن دي.

کلینټن چې د سوریې د روانو حالاتو په اړه خبریالانو ته خبرې کولې په دغه راز په دې ټینګار وکړ، چې په سوریې کې مخالفانو دا درک کړی، چې د دې هېواد اقلیتونه دی ته اړتیا لري، چې د یوه ډموکراتیک او زغم لرونکې رژیم د لرلو په چاره کې ورته پوره ډاډ ورکړل شي.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد په اقلیت علوي فرقې پورې، چې په شیعه مذهب پورې تړلې فرقه ده، پورې تړلی دی، په داسې حال کې چې د سوریې اکثریت وګړي سوني مذهبه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې د سوریې د اپوزیسون له ډلو سره یوه اونۍ وروسته له هغې خبرې وکړې، چې د مخالفانو د ملي شورا غړیو، چې اکثریت یې په بهر کې اوسي په سوریه کې د ازاد پوځ په نامه د مخالفنیو له یوې ډلې سره، چې د ترکیې له امنیتي ځواکونو جلا شوي او د مخالفونو لور ته اوښتي، خبرې وکړې. دوی په سوریه کې د ننه فعالیت کوي.

د سوریې د اپوزیسون د ملي شورا ویاند بسما کودمني وویل، دواړو لورو خپلې هڅې سره هماهنګې کړي او د ده په وینا خپل منځي اړیکې د پراخیدو په حال کې دي.

د سوریې ازاد پوځ ادعا کوي، چې شل زره غړي لري. دوی ورځ تربلې مجهز کیږي او د سوریې د اردو پرضد حملو ته شدت ورکوي.

کودمني د ازاد پوځ له فعالیتونو دفاع وکړه او ویې ویل، چې دوی سوله ییز مقاومت ته بیخي متعهد دي.

د مخالفانو ملي شورا دغه راز هڅه کوي، چې د حکومت مخالفې نورې ډلې لکه د هماهنګي ملي کمیټه له ځان سره یوځای کړي.
XS
SM
MD
LG