د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۴

په پاکستان کې د بمبارۍ لومړني تحقيقات شوي


په پاکستان کې دا پوښتنه راپورته شوې، چې ولې د پاکستان هوايي، ځواک د ناټو د هوايي حملو پر وړاندې غبرګونه نه ښود؟
په پاکستان کې دا پوښتنه راپورته شوې، چې ولې د پاکستان هوايي، ځواک د ناټو د هوايي حملو پر وړاندې غبرګونه نه ښود؟
د امريکايي ځواکونو د لومړنيو تحقيقاتو له مخې امريکايي ځواکونو تر بمبارۍ مخکې په سرحد کې د همکارۍ مرکز ته خبر ورکړي وو؛ چې موږ بمباري کوو، بيا دغه مرکز له دې پرته چې په سيمه کې له خپلو عسکرو خبر وي، ويلي وو، چې پرې ورځئ.

د وال سټريټ جورنال ورځپاڼې له رپوټ سره سم امريکايي مسوولانو د مهمندو په سلاله سيمه کې د تيرې شنبې د پيښې د تحقيقاتو له مخې وويل، افغان ځواکونه د امريکايي کومانډو په مرسته د طالبانو د ځپلو په لټه کې وو، چې د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو له يوه پوځي مرکزه ډزې پرې وشوې. د تحقيقاتو له مخې هلته پاکستاني پوځيانو يو موقت مرکز جوړ کړی و.

د امريکا د لومړنيو تحقيقاتو له مخې په سيمه کې امريکايي کومانډو ځواکونو له هوايي ځواکونو د مرستې غوښتنه وکړه او ورته ويې ويل، چې له سرحدي ګډې ډلې سره اړيکي ونيسي، چې هلته پاکستاني پوځيان شته که نه شته.

په دې مرکز کې امريکايي، افغان او پاکستاني استازي معلومات سره شريکوي. د تحقيقاتو له مخې الوتکو دې مرکز ته د بريد خبر ورکړی او پاکستاني استازي ورته وويل، چې هلته زموږ پوځيان نه شته.

د سپيني ماڼۍ وياند ″جي کارني″ د پيښې د تحقيقاتو په اړه وويل:

″موږ د تحقيقاتو په منځ کې يوو، په حقيقت کې د څه چې پيښ شوې دي، د هغه د تحقيقاتو په لومړي پړاو کې، نو زه فکر کوم، چې د خلکو پر مړينه خواخوږي زموږ د همدردي د احساس څرګندونه کوي، د ولسمشر اوباما احساس او د ادارې د احساس څرګندويي کوي او دا د هغهو اړيکو لپاره مهم دي، چې له پاکستان سره يې لرو.″

امريکايي مسوولان وايي، په دې کې شک نه شته، چې د دې پيښې په رامنځته کيدو کې دواړو خواوو تيروتنه کړې ده.

لومړني معلومات:

وال سټريټ جورنال ورځپاڼه څرګندوي، چې امريکايي چارواکي وايي، چې دا معلومات له کومانډو ځواکونو سره د مرکو له مخې ترلاسه شوې دي، نو ممکن وروسته په کې څه بدلونونه راشي.

د دې پيښې بشپړ تحقيقات به د امريکايي پوځيانو په وينا د روانې ميلادي مياشتې په ترڅ کې بشپړ شي.

په مهمندو ايجنسۍ کې د تيرې شنبې ورځې له بمبارۍ وروسته پاکستاني چارواکو وويل، چې نيمه شپه چې کله الوتکو پوځيان په نخښه کړل پنځلس دقيقې وروسته دوی په افغانستان کې له ناټو سره اړيکي ونيولې، چې بمبارۍ بس کړي، خو داسې ونه شول.

د اسوشیېټد پرېس اژانس په وينا د پاکستان دننه دا پوښتنې کيږي، چې پاکستاني الوتکو ولې دوه ساعته د ناټو بمبارۍ ته کتل، خو پاکستاني پوځيانو په يوه بيان کې د جمعې په ورځ وويل، چې د ارتباطاتو په برخه کې يو ډول مغشوشتيا وه، ځکه هوايي ځواک ته بلنه ورکړل شوې نه ده.

د دې پيښې له امله د اسلام اباد او امريکا اړيکي لږ نور هم خراب شول او پاکستان اعلان وکړ؛ چې د افغانستان په اړه به د بُن په کنفرانس کې ګډون و نه کړي.

اسلام اباد همداراز د ناټو پر اکمالاتو خپل سرحدونه بند کړل او امريکايي ځواکونو ته يې خبر ورکړ؛ چې په پنځلس ورځو کې د بلوچستان له شمسي اډې خپل عسکر وباسي.
XS
SM
MD
LG