د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۵

د بن د غونډې په درشل کې د سترګو لیدلی حال (I witness)


تمه ده، چې دو شنبه د روان کار د ډسمبر میاشتې په پنځمه نېته د جرمني په بن ښار کې د افغانستان په اړه نړېواله غونډه جوړه شي.

د سیاسي او مطبوعاتي کړېو ترمنځ دغه غونډه د بن د دویمې غونډه په نامه نومول شوې، چې شعار یې دی ″له انتقاله تر انکشافه″.

د بن په دویمه غونډه کې به د شاوخوا پنځوسو هېوادونو استازي ګډون وکړي، چې دوی به له افغانستان سره د سیاسي اړیکو، د نړېوالو مرسته او افغان ځواکونو ته د امینتي مسوولیت د سپارلو پر مسالو بحث وکړي.

پاکستان ویلي، چې د مهمند ایجنسۍ په سلاله سیمه کې د دوی پر امنیتي پوستو د ناټو د هوايي برید له امله چې ۲۴ تنه عسکر یې په کې وژل شوي د بن په دویم کنفرانس کې ګډون ونه وکړي.

یو شمېر سیاسي ګارپوهان په دې باور دي، چې د بن په کنفرانس کې د پاکستان نه ګډون به دا کنفرانس کمزوری کړي. ځیني نور سیاسی څېړونکي د بن دویم کنفرانس دومره ګټور نه بولي او دا د افغانستان په اړه پرته له لالهاندي بل څه نه بولي.

د بشري حقونو نهادونه او فعالان د افغانستان سیاسي او ټولنیز شرایط څاري او هڅه کوي، چې د بن په دویم کنفرانس کې په افغانستان کې بشري حقونو د روان ستونزومن حالت په اړه د نړېوالو ټولنې او ګډون کوونکي پام ورواړوي.

د دغو هڅو په لړ کې د ″ آرمان شهر″ په نوم یوې ادارې یو لنډ مستند فلم جوړ کړی دی.

د دغه لنډ مستند فلم د لیدو لپاره دلته کېکاږﺉ!!
XS
SM
MD
LG