د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۴

ولې پاکستان د افغانستان لپاره د بن غونډه تحریموي؟


کرسچن ساینس مانیټور

د امریکا چاپ کرسچن ساینس مانیټور په دې کنفرانس کې د پاکستان د نه ګډون په اړه تحلیلي مقاله خپره کړې او د مقالې په سر کې یې لیکلي، افغان او امریکايي مشرانو له پاکستان څخه غوښتي، چې د بن په کنفرانس کې د خپل نه ګډون پر پریکړې له سره غور وکړي.

خو د سیاسي مسایلو څارونکي اندیښمن دي، چې په دې کنفرانس کې د پاکستان نه ګډون به ښایي له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د بهیر د ختمولو لپاره یوګذار وي.

د ورځپانې په وینا د بن د لومړي کنفرانس څخه لس کاله وروسته ډیر افغانان هیله من وو، چې د بن به دوهم کنفرانس کې به د افغانستان د راتلونکي په اړه جدي مسایل، چې له پاکستان سره هم نیژدې تړاو لري، مطرح شي، ځکه د پاکستان په خاروه کې د مخالفو وسله والو د پناه ځایونو شتوالی او له طالبانو سره د نیژدې ملګري او ملاتړي په توګه په خبرو اترو کې د دې هیواد ګډون مهم بلل کیږي.

یو شمېر نور هم په دې باور دي، چې پاکستان د بن په کنفرانس کې له ترورستي ډلو سره د مرستې په اړه د پوښتنو او له نیوکو څخه د ګوښه کیدو لپاره د ناټو ځواکونو وروستي حمله پلمه کوي او په دې توګه کنفرانس کې ګډون نه کوي.

د کندهار د ولایت څخه د افغانستان د پارلمان غړې، فریبا احمدي کاکړ کرسچن ساینس مانیټور ته ویلي، پاکستان په دې پوهیږي، چې په افغانستان کې د مستقیمو مداخلو له امله او همدا شان د ترهګرو په مخنیوي کې د پاتي راتلو له امله به له پوښتنو سره مخامخ شي؛ نو ځکه غواړي، د بن کنفرانس تحریم کړي.

ورځپانه د مقالي په دوام کې لیکلي، په افغانستان کې د امریکا په مشري جګړه د څو نړیوالو کنفرانسونو شاهده وه، خو چندان نتیجه یې نه درلوده.

نو ډیر افغانان په دې باور دي، چې د بن په دوهم کنفرانس کې به هم د پاکستان په شتوالی او نه شتوالی دواړو کې یواځي خبرې وشي او کومه نتیجه به ونه لري.

خو ډیر کتونکي وايي، احتمالا د یوې دومداري حل لاري لپاره به ډیرې خبرې د تړلو دروازو تر شاه وشي.

انډیپنډنټ

د انګستان چاپ انډیپنډنټ ، هم د بن د کنفرانس او په کې د طالبانو د پخوانیو مشرانو د ګډون په اړه مقاله لیکلې، چې په سرکې راغلي، د افغان حکومت له خوا د بن کنفرانس ته د بلل شویو کسانو په علني فهرست کې د طالبانو د هیڅ کوم نوي او پخواني غړي نوم نه تر سترګو کیږي.

خو ملا عبدالسلام ضعیف چې په پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر و، همدا شان د طالبانو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، د کرزي د وخت د کورنیو چارو د پخوانی وزیر حنیف اتمر سره یوځای په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره له کابله وتلي او اوس په پاریس کې دي.

دا څرګنده نه ده، چې ایا دوی د افغان حکومت د یوې برخې په توګه په کنفرانس کې ګډون کوي او که څنګه؟

تمه کیږي، چې دوی به د دی کنفرانس په حاشیه کې پر خبرو اترو بوخت وي، خو یو افغان مقام اندپیندنت ته ویلي، دوی د افغان حکومت د هیات یوه برخه دي.

د همدې افغان مقام په حواله د افغانستان د ملی امنیت په شورا کې یو بل پټ لست شته، چې په هغه کې د یو شمېر نورو طالبانو لکه سید طیب اغا نوم شامل دی او دوی بیا د افغان حکومت د هیات پوری اړه نه لري.
XS
SM
MD
LG