د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۶

د کندز په یو شمېر دیني مدرسو کې زده کوونکي ځان وژوونکو بریدو ته هڅول کیږي


دیني مدرسې د اسلامي زده کړو او یو تر بله د سولې او ورورګلوی د رامنځته کولو تر ټولو غوره ځای ګڼل شوی، خو ځیني راپورونه وایي چې په ځینو مدرسو کې د دیني زده کړو پرځای محصلان جنګ جګړې، تروریستي اعمالو او تاوتریخوالي ته هڅول کیږي.

کندزهغه ولایت دی، چې ویل کیږي په ځینو ښځینه مدرسو کې یي هڅې پیل شوي، چې د ښځینه محصلانو ذهنونه د حکومت، روانو حالاتو او د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې ګډوډ او تاوتریخوالي ته یي وپاروي، د کندز ولایت د یوې دیني مدرسې محصله « شوره » ازادۍ رادیو ته وایي:

«د پردیو د فرهنګ پر ضد په کې زیات تبلیغ کیږي، محصلینو ته ویل کیږي تاسې ته د احساس او دا جراات درکوو، چې هېواد مو له پردیو پاک کړي، دوي په ځان وژونکو بریدونو ویاړي او په دین کې یي حق ګڼي.»

دا وایي، کوم استادان چې د کندز په دیني مدرسو کې په تدریس بوخت دي، ټولو یي په پاکستان کې زده کړې کړي دي.

راپورونه وایي اوس مهال د کندز ولایت په دیني مدرسو کې له اوه سوو څخه تر اوه نیم سوو پورې ښځې او نجونې دیني زده کړې کوي.

دغو مدرسو ته تګ، د نړېوالو ځواکونو ضد تبلیغاتو ته غوږ نیول او هر محصل ځان وژونکی برید ته هڅول کیدل، د محصلانو پر ذهنونو څه اغیز پرې باسي، شوره یي په هکله وایي:

«یو ځل چې مدرسې ته ور شﺉ، زړه به دې له دنیا تور شي، د دوو ترونو زامن مې دي، دوي چې کله مدرسې ته تللي، ږیري یي پرې ایښي، سترګې یي په رنجو تورې کړي د طالبانو ترانې یي په موبایلونو کې ثبت کړي او خلک پرې ډاروي.

یوه شپه یي موږ کره موبایل راولیږه، په کې ثبت وو چې طالبان په موټر سایکل سپاره، له موټره خلک راکوزوي او یو شمېر د الله اکبر په ویلو وژني او کله چې مو د تخارستان دیني مدرسې ته بیایي، تبلیغ په کې کیږي او ټولې ښځې او نجونې ورته ژاړي او وایي کاشکې په دې دنیا نه وای، دوي د استادانو له خوا هڅول کیږي او په راتلونکي کې ترې خاماخا ځانوژونکی جوړیږي.»

ازادۍ رادیو ډیره هڅه وکړه، چې د دې مدرسو له ځینو نارینه محصلانو اویا د دوي له کورنیو سره خبرې وکړې خو نتیجه یي ورنه کړه.

راپورونه دا هم وایي چې د دې مدرسو استادان محصلانو ته سپارښتنې کوي، چې مدرسو ته ښځې او نجونې جذب کړي.

په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازي شکریه پیکان دا ستونزه تاییدوي او وایي:

«ما ته د کندز د ځوانانو له خوا په مسلسله توګه تیلیفونونه کیږي او وایي، چې د کندز په ځینو ښځینه دیني مدرسو کې محصلیني تبلیغ او د بهرنیو ځواکونو پرضد ځان وژونکو بریدونو ته هڅول کیږي، له دې دا اندیښنه پیدا کیږي چې خدای مکړه د سیمي ځوانان مو ځان وژونکي شي.»

د افغانستا ن د پوهنې وزارت د دیني تعلیماتو مرستیال ډاکتر شفیق صمیم له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې وویل چې د کندز په مدرسو کې مې دا ستونزه اوریدلې، ممکن دا یو فردي ذهنیت وي نه د ټولو محصلانو.

ده وویل، د هېواد ټولې دیني مدرسې د پوهنې د وزارت له خوا څارل کیږي او هیڅ یو استاد یا محصل ته دا اجازه نه ورکوو چې محصلانو ته دې د خلکو او حکومت پر ضد تبلیغ وکړي:

« مدرسې د دیني زده کړو ځای دی او هیڅ استاد یا محصل که نارینه وي او که ښځه دا حق نه لري اسلام نور ته د تاوتریخوالي دین معرفي کړي، که دا استادان په کندز کې وي او که په کوم بل ولایت کې.»

د پوهنې وزارت وایي، اوس مهال په ټول هېواد کې اته سوه رسمي دیني مدرسې فعالې دي، چې شاوخوا یو لک او اویا زره نارینه او ښځینه محصلان په کې دیني زده کړې کوي.

افغان ځواکونه انتقاد کوي، چې د دوي او بهرنیو ځواکونو په ضد بریدونو، ځان وژونکو حملو او داسې نورو تروریستي فعالیتونو کې هغه کسان شامل وي، چې د ګاونډېو هېوادونو په مدرسې کې روزل شوي وي.


افغان ځواکونه وایي:

د ګاونډیو په دیني مدرسو کې زده کوونکو ته د افغان حکومت او د بهرنیو ځواکونو ضد تبلیغا ت کیږي، اماده کوي یي او بیا یي د ورانکاری لپاره افغانستان ته رالیږي.

د پوهنې وزارت وایي، دوي غواړي افغانانو ته دننه په هېواد کې د دیني زده کړو زمیني برابرې کړي ترڅو د بهرنیو هېوادونو تګ ته اړ نه شي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG