د اداري فساد پر ضد د مبارزې افغان شبکه وايي، که افغان حکومت د بن په غونډه کې د فاسدو کسانو د ګډون مخه ونه نیسي، باید نړېواله ټولنه ورته اجازه ورنه کړي.
د دې شبکې په سرخلاصي لیک کې چې یو شمېر رسنیو ته لیږل شوی، 11 مادې لري او په یوه برخه کې یې د جرمني له حکومته غوښتي، چې د افغان حکومت هغو چارواکو ته ویزې ورنه کړي، چې په فساد ککړ دي.
د اداري فساد پر ضد د مبارزې د افغان شبکې رئیس محمد شفیق همدم ازادۍ راډیو ته وویل، که چيرې د دغو کسانو مخه ونه نیول شي، د تیرو لسو کلونو لاسته راوړنې او هېواد به له ګواښ سره مخ شي.
“په دغه پلاوي کې چې د افغان دولت له خوا کوم کسان شامل دي، په دوي کې هغه کسان شته، چې په اداري فساد تورن دي او د لوړ پوړو چارواکو په ګډون دي، چې البته د کومې محکمې له خوا ورباندې قضیه نه ده نیول شوې، خو ملت په دې باور دی چې دغه کسان په فساد ککړ دي.
تر امنیت وروسته په افغانستان کې بل لوی ګواښ اداري فساد دی، که چیرې افغان دولت او نړېواله ټولنه ورته پام ونه کړي، د تیرو لسو کلونو لاسته راوړنې به ضایع شي او هېواد به ناورین ته ولاړ شي، چې مسئولیت به د دواړو وي.”
بن ته په تلوونکي پلاوي کې د دې اندېښنې په اړه مو د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه د نظر غوښتلو لپاره بیا بیا هڅه وکړه، خو له دوي سره مو اړیکي ونه شوای نیولای.
دغه سرخلاصی لیک داسې وخت خپریږي، چې د راتلوونکي دوشنبې په ورځ د جرمني په بن ښار کې د افغانستان په اړه کنفرانس جوړیږي.
د لیک په یوه ماده کې له افغان حکومته څخه غوښتل شوي، چې د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې باید په فساد د ککړو چارواکو په نیولو، څارلو، عدلي تعقیب او سزا ورکولو کې ژمنه وکړي او له لازمو لارو چارو کار واخلي.
د افغانستان د اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي ادارې هم د دې شبکې د طرحي هرکلۍ وکړ او د همکارۍ غوښتنه یي هم ځیني وکړه.
د دې ادارې رئیس عزیزالله لودین له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې له افغان حکومت څخه ورته غوښتنه وکړه:
“کوم ځای چې دوي په قراردادونو او نورو مسایلو کې فساد ویني او په اداري کارونو کې ځنډ ویني زموږ سره دې همکاري وکړي موږ خوشحاله کیږو.
د دوي غوښتنه بلکل صحیح ده، باید هغه خلک چې د ملي پانګې په غلا تورن دي، نه یوازې چې له بن کنفرانس څخه منع شي، بلکې مقامونه به هم ورڅخه واخیستل شي.”
دا یوازې د اداري فساد پر ضد د مبارزې افغان شبکه نه ده، بلکې تر دې مخکې نورو مدني ټولنو او بنسټونو هم د بن کنفرانس په اړه افغان حکومت ته خپلې سپارښتنې سپارلي وې.
د بن کنفرانس چې د ډیسمبر پر 5 مه په جرمني کې جوړیږي، په افغانستان کې د تیرو لسو کلونو د لاسته راوړنو، پرمختګونو او ستونزو ارزول د نړېوالو له خوا دي او په راتلوونکو نورو لسو کلونو کې له افغانستان سره د نړېوالې ټولنې پر مرستو، همکاریو او د اړیکو پر څرنګوالي په کې بحث کیږي.
معصوم میوند- کابل