د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۱۲

مصريان: انتخابات د ټولو ستونزو حل نه دى


د مصر خلک نن په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د انتخاباتي مرکزونو مخې ته کتار ولاړ دي، دغه انتخابات د حسني مبارک تر ليرې کېدو وروسته د انتقال د پروسې لپاره يو ازمېښت ګڼل کېږي.

په مصر کې د پاڅونو له پايته رسېدو ٩ مياشتې وروسته هم، چې د پخواني ولسمشر حسني مبارک ٣٠ کلنه واکمني يې ختمه کړه، سياسي بدلونونه له خنډ او شکونو سره مخامخ دي، ځکه ظاهراً پوځ د دې پرځاى چې د موکراتيک انتقال بهير ګړندى کړي، يوازې يې د خپل قدرت او امتياز پر ټينګولو تمرکز کړى دى.

دې مسئلې يوځل بيا مظاهرې راوپارولې او مظاهره چيانو پر پوځ انتقاد وکړ، چې د قدرت د ټينګولو هڅې کوي.

په داسې حال کې چې په قاهره کې مظاهرې روانې دي، د رايې ورکولو مرکزونه د دوشنبې پر سهار پرانيستل شول، دا پارلماني اتتخابات په فبرورۍ مياشت کې د بېواکه شوي ولسمشر حسني مبارک د واکمنۍ تر ختمېدو وروسته په مصر کې لومړني انتخابات دي.

د مصر حکومتي چارواکي وايي، ١٧ نيم مليونه مصريان د رايې ورکولو لپاره په شرايطو برابر دي، د لومړۍ دورې دغه انتخابات به دوې ورځې روان وي. دغه انتخابات په درېيو مرحلو کې ترسره کېږي. خلک په دغو انتخاباتو کې د ولسي جرګې غړي ټاکي.

داسې ښکاري چې زيات خلک دېته لېوال نه دي چې په دغو انتخاباتو کې برخه واخلي.

د مصر په سکندريه ښار کې د مظاهرې يوه ګډونوال خالد شارا وويل دغه انتخابات د ستونزو حل نه دى:

”په راروانو انتخاباتو کې د انقلاب او انقلابي ځوانانو استازيتوب ناشونى دى. دغه انتخابات ټوکې دي، کله چې دوى زموږ او امنيتي ادارو ساتنه نه شي کولاى د انتخاباتو ساتنه به څنګه کوي. خو بيا هم په دغو انتخاباتو کې د هر چا رايه د هغه خپل حق دى، تاسې بايد رايه ورکړئ ځکه دا ستاسو حق دى. که چېرې تاسې له خپل حق څخه سترګې پټوئ بيا نه شئ کولاى وروسته شکايت وکړئ. خو که دغه انتخابات پر موږ راتپل کېږي، نو موږ اړ يو رايه ورکړو، لکه څنګه چې دا نور خلک دا کار کوي“

تېره اوونۍ په قاهره کې بيا مظاهرې پيل شوې چې په نتيجه کې يې ٤٢ کسان ووژل شول، پر پوځي شورا فشار راوستل شو په جولاى مياشت کې د پارلماني او د جمهوري رياست تر انتخاباتو وروسته د ملکي حکومت د جوړولو ژمنه وکړي.

د رايې ورکولو لومړنى بهير نن دوشنبې په قاهرې، سکندريه او نورو سيمو کې پيل شو.

د مظاهرې بل ګډونوال احمد طلعت وويل چې د ځينو شخصي دلايلو له مخې په انتخاباتو کې برخه نه اخلي:

”زه شخصاً په دغو انتخاباتو کې برخه وانه خلم، زه د ځينو شخصي دلايلو له مخې او د خپل عزت په خاطر ورسره بايکاټ کوم. که بل څوک راسره ملګرى کېږي دا به ښه خبره وي. زه به د رايې ورکولو مرکز ته لاړ شم چې خپله باطله رايه وروسپارم. زه به د انتخاباتو پر پاڼه وليکم: مړ دې وي پوځي حکومت او بيا به خپله رايه د رايې ورکولو بکس ته واچوم“

په قاهره کې د انتخاباتو په ګډونوالو کې يوه هم مجدي وه، چې وايي د دې لپاره غواړي خپله رايه ورکاروي، چې فکر کوي رايه يې ارزښت لري:

”زه دلته د دې لپاره راغلې یم او داسې احساس کوم چې زما رایه ارزښت لري. پخوا زموږ رایې ته هیڅ ارزښت نه ورکول کېده. په همدې خاطر اوس هر څوک غواړي چې د خپل هېواد لپاره یو څه وکړي څو داسې احساس وکړي چې د رښتينې ډموکراسۍ لوري ته په پرمختګ کې یې یوڅه کړي دي”

اسلامپال ګوندونو چې د حسني مبارک تر ليرې کېدو وروسته رسماً د فعاليت جواز ترلاسه کړى کېدى شي په دې درې مرحله يي انتخاباتو کې، چې د جنورۍ تر لسمې به روان وي، زياتې څوکۍ وګټي.

ټاکل شوې نوى پارلمان يوه کمېټه جوړه کړي چې د جون په پاى کې د جمهوري رياست تر انتخاباتو مخکې د نوي اساسي قانون مسوده برابره کړي.
XS
SM
MD
LG