سټراټفور خپرونې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو کې د ناټو د وروستۍ هوايي حملې او د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ اړیکو باندې د دې پیښې د اغیزو په اړه مقاله خپره کړې ده.
خپرونه وايي، په دې برید کې لسګونه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.
د مقالې د لیکونکي په وینا په دې خاطر چې دې حملې زیات تلفات لرل او په داسې وخت کې شوې چې د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ اړیکي کړکیچنې دي، نو ځکه يي زیاته پام ځانته اړولی دی.
خپرونه زیاتوي: پاکستان د دې حملې په عکس العمل کې په اسلام اباد کې د امریکا سفیر احضار کړ او اعلان يي وکړ چې په افغانستان ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو لاره چې له پاکستان تیریږي، تړي.
دغه راز پاکستان له متحده ایالاتو وغوښتل، چې په ۱۵ ورځو کې په بلوچستان ایالت کې د شمسي په نامه پوځي اډه خالي کړي.
له دغې اډې څخه د امریکا بې پیلوټه الوتکې فعالیت کوي.
سټراتفور کامنیټري وړاندې وايي:
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمې چې ښکاره بیلونکي نښې نه لري په وروستیو کې دواړو خواو ته د وسله والو د تګ راتګ، د درندو ولسو د ډزو د تبادلې او د امریکايي هیلیکوپترونو د بریدونو شاهدې دي.
خو پاکستان وايي، چې ناټو ته يي د هغو موقیعتونو په اړه معلومات ورکړي وو چیرته چې پاکستاني ځواکونه پوستي لري.
سټراټفور کمنیټري لیکي:
د پاکستان په حکومت کې دننه داسې عناصر موجود دي، چې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ اړیکو کې له بحران څخه ګټه پورته کوي او همدې ته په کتنه لرې نه ده چې په قصدي ډول پارونکي اعمال د دې حملي سبب شوي وي.
واشنګټن ټایمز:
واشنګټن ټایمز ورځپاڼې بیا په دې اړه خپله مقاله کې ویلي پاکستان په ښکاره د امریکا ګټي په نښه کوي خو په پټه ورسره همکاري کوي.
ورځپاڼه وايي، پاکستان له امریکا سره یو عجیب او حیرانونکی ائتلاف لري له واشنګټن سره يي په څو عملیاتو کې مرسته کړي خو بل لورته بیا له حقاني شبکې څخه چې د امریکايي ځواکونو لپاره سرسخته دښمن ګڼل کیږي ملاتړ کوي.
واشنګټن ټایمز د امریکايي مقاماتو په حواله وايي، پاکستان له هغه څه چې په ښکاره يي بیانوي، له امریکا سره زیاته همکاري کوي.
کتونکي وايي، پاکستان د امریکا مالي مرستو ته اړتیا لري خو په عین حال کې بیا دا اندیښنه هم لري، چې هسې نه یو دیموکراټه افغانستان د اسلام اباد د اوږدي مودې سیال هند په کتار ودریږي.