د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

له افغانستان سره پر مالي مرستو ځينې شرايط وضع کېږي


Afghanistan -- Afghanistan flag and map, 30 October 2010
Afghanistan -- Afghanistan flag and map, 30 October 2010
د بن د دويم کنفرانس په اجنډا کې شامل مسايل د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان پر راتلونکو سياسي اړیکو، د نړيوالو له خوا پر مالي مرستو، افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو پر انتقال او د سولې پر بهیر خبرې اترې دي.

افغان چارواکي وايي په دغه کنفرانس کې چې يوه ورځ به دوام کوي، نړيواله ټولنه به د اداري فساد د مخنيوي لپاره له افغانستان سره پر خپلو اوږدمهالو مرستو ځينې شرايط کښېږدي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونو د نړیوالو اړیکو رئیس اذرخش حافظي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، په نوره نړۍ کې مالي بحران ښايي د دې سبب شي چې دوى له افغانستان سره د پخوا غوندې په پراخه پيمانه مالي مرستې ونه کړاى شي:

(د وزارت وزیر صیب د مالي تر ریاست لاندې داسې یو اقتصادي درخواستونه هم جوړ شوي دي کوم پلان چې تر ۲۰۳۰کاله پورې یا ۲۰۳۱کاله پورې وړاندېز شوې دي، نو ما چې وکتل افغانستان هم په ۲۰کلونو کې په خپلو پښو نه دریږي او بیا هم ۵میلیارده ډالره ته اړتیا لري، نړيوال غواړي د مرستو پر دغه ميکانيزم څارنه زياته کړي )

حافظي په يورو زون يا د يورو د چلن په ساحه او امريکا کې وروستي مالي بحران ته په اشارې وويل، دغه هېوادونه اوس د پخوا غوندې د مرستې ډېر توان نه لري او تر دې وروسته چې کومې مالي مرستې کوي، غواړي ډېره څارنه ورباندې ولري.

د کنفرانس په درشل کې په افغانستان کې ناټو ځواکونو هيله څرګنده کړه چې په دې غونډې کې به نړیواله ټولنه د افغانستان او سیمې په اړه واضح پیغام وړاندې کړي.

د سیاسي چارو څېړونکى او د افغانستان د کورنیو چارو پخوانى وزیر حنیف اتمر وايي له نړيوالو بايد په دغه کنفرانس کې دا غوښتنه وشي چې د افغان ځواکونو روزنې، اقتصادي ودې او سولې ته جدي پام واړوي:

(د نړېوالو څخه باید دا توقع وکړو چې زموږ د پوځ سره مرستې وکړي او زموږ د اقتصاده سره او درېیم شی به دا وي چې په سیمه کې د سولې راتګ دی.)

د بن دويم کنفرانس د ليندۍ يا قوس پر څوارلسمه چې د ډسمبر له پنځمې سره برابره ده، د جرمني په بن ښار کې جوړېږي، چې شا و خوا ١١٠ استازي به په کې برخه لري. د بن لومړى کنفرانس لس کاله مخکې په همدې ورځ په همدغه ښار کې جوړ شوى و.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي ازادۍ راډيو ته وويل چې په دغه کنفرانس کې به شا و خوا پنځه ويشت فيصده ښځې هم ګډون لري:

(د افغانستان له خوا به یو پلاوی وي د کرزي تر رهبری لاندې او لږ تر لږه به ۲۵سلنه ښځینه غړي وي.)

د کنفرانس د ګډونوالو د ټاکلو پر ميکانيزم په ځينو ولايتونو کې خلکو انتقادونه وکړل. پکتيا هم يو له دغو ولايتونو و، په دغه ولايت کې د مدني ټولنو ګډې جرګـې انتقاد وکړ، چې د بن کنفرانس ته د دوى له سيمې د مدني فعالانو په نامه داسې کسان ټاکل شوي چې دوى اصلاً د مدني ټولنې غړي نه دي.

خو افغان چارواکي وايي د بن کنفرانس ته ګډونوال د ځينو منل شويو معيارونو له مخې ټاکل شوي دي. دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د انتقال بهير پيل شوى او دويم پړاو به يې هم په نژدې راتلونکي کې پيل شي، بله خوا بهرنيو ځواکونو له افغانستانه په وتلو پيل کړى او تر ٢٠١٤م کاله پورې به دغه بهير بشپړ شي.

په افغانستان کې له ٢٠٠١م کال راهيسې 2815 بهرني سرتېري وژل شوي، له دې جملې ٥٣٤ تنه بهرني پوځيان يوازې د روان ميلادي کال له پيله په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

تېر ميلادي کال په افغانستان کې دېره بهرنيو ځواکونو ته تر ټولو خونړۍ ګڼل شوى، هغه کال ٧١١ بهرنيان وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG