د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

د کندهار په پنځو نورو ولسوالیو کې پوځي عمليات پيل شول


د کندهار د پنځو نورو ولسوالیو د نیولو لپاره علمیات پیل شوي.

په کندهار تر غورک وروسته د دغه ولایت په پنځو نورو ولسوالیو کې تصفیوي عملیات پیل شوي.

د کندهار والي او د دغه ولایت د امنيي قومندان نن په یوې خبري ناسته کې وویل، چې عملیات د افغان او نړېوالو ځواکونو له خوا په کډه د میانشین خاکریز نیش شاولي کوټ او د میوند ولسوالۍ په بند تیمور سیمه کې روان دي.

د امنیي قومندان جنرال عبدالرازق وویل، چې په روانو عملیاتو ۲۳ وسلوال طالبان وژل شوي او ۳۶ نور ژوندي نیول شوي.

د امنیي د قومندان په خبره عملیات به یوه نیمه میاشت دوام ولري او یادې سیمي به د دولت د وسلوالو مخالفینو څخه پاکې کړي.

په ورته وخت د کندهار والي ډاکټر توریالي ویسا د عملیاتو په اړه وویل، چې د ولسواليو تر تصفيي وروسته به په سیمو کې په کافي اندازه ځواکونه پریږدي تر څو د ده په خبره د مخالفينو د بيا راتګ مخه ونيسي:

(پوره يو نيم کال وړاندې مو په کندهار کې د ښه امنيت د تامين په موخه د کندهار ښار د محله جات، د ارغنداب، ډنډ، ژیړۍ او پنجوايي ولسواليو کې د لومړي ځل لپاره د افغانانو په مشرۍ چاڼيز عمليات پيل کړل او د ټولو سيمو تر تصفيې وروسته مو هلته د بيارغوني کارونه پيل کړل او ورسره مو سم د حکومتدارۍ د پياوړتيا لپاره کارونه پيل کړل چې دا مهال د زرګونه پرمختيايي پروژو کار روان دى او همدا راز په هره ولسوالۍ کې له شلو تر ٤٠ تنو دولتي مامورين د خلکو په خدمت بوخت دي.)

د کندهار والي زیاته کړه، چې تر عملیاتو وروسته به په نیول شوو سیمو کې دولتي واکمنۍ ټینګه او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره به د بیارغونې پروژې پیل کړي.

په تیر دوبي کې زرګونو افغان او نړېوالو ځواکونو په ورته توګه د ارغنداب ژیړۍ پنجوایي او ډنډ ولسوالیو د نیولو لپاره عملیات وکړه.

د یادو ولسوالیو اوسیدونکی وایي، چې اوس په نسبي ډول د محلي پولیسو په مرسته امنیت ټینګ شوی او د دولت د وسلوالو مخالفینو فعالیتونه کم شوي.

د دولت وسلوالو مخالفینو تر اوسه د نوو پیل شوو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

محمدصادق رښتیني،کندهار
XS
SM
MD
LG