د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۶

"د پاکستان او ایران پلویان به په ستراتیژیک سند کې ستونزې پيدا کړي"


د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، چې په دې جرګه کې د ایران او پاکستان پلویان به له امریکا سره د ستراتيژیک تړون په لاسلیکولو کې ستونزې راپورته کړي.

وکیلان وایي، په ولسي جرګه کې د ځینو نورو هېوادونو په ګډون ایران او پاکستان زیات نفوذ لري او تر ډیره د افغانستان ملي ګټې هم په دې جرګه کې د ایران او پاکستان د غوښتنو قرباني کیږي.

د دې جرګې غړي رمضان بشردوست ازادۍ راډیو ته وویل، چې په ولسي جرګه کې د ایران او پاکستان پلویان دغو هېوادونو ته عقیدتمند او متعهد نه دي بلکه د پیسو په بدل کې یي ملاتړ کوي.

بشردوست وایي، امریکا هم کولای شي دغه کسان د پیسو په مقابل کې واخلي او دغه سند پرې لاسلیک کړي:

(دوي به مخالفت ونکړي که امریکا پیسې ورکړي که هر دولت خپل مالي امتیاز پرې زیات کړ دهماغه هېواد ملاتړ کوي)

له امریکا سره د ستراتيژیک سند په اړه افغان حکومت د لړم په ۲۵ د څلورو ورځو لپاره په کابل کې دودیزه لویه جرګه جوړه کړه چې ګډونوال یي هم تر ډیره له امریکا سره د ستراتيژیک سند د لاسلیکولو غوښتوونکي وو.

د جرګې له جوړېدو وروسته افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل، چې له امریکا سره د ستراتيژیک تړون په اړه به د افغانستان ملي شورا پریکړه وکړي.

اوس اوس له یو شمېر کسانو سره دا ویره پیدا شوې چې په ولسي جرګه کې به د ایران او پاکستان نفوذ د دې لامل شي چې له امریکا سره ستراتيژیک سند لاسلیک نه شي.

دغه انديښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل چې، افغان حکومت باید له امریکا سره د ستراتيژیک سند په لاسلیکولو کې د ګاونډیانو حساسیتونه په پام کې ونیسي.

یو شمېر سیاسي کارپوهان هم په ولسي جرګه کې د ایران او پاکستان پراخ نفوذ مني او وایي، چې امریکا هم له دې نفوذ څخه ویره لري.

سیاسي کتونکی احمد سعیدي وایي، امریکا په دې پوهیږي چې د افغانستان ولسي جرګه یې له ستراتيژیک سند سره مخالفت کوي او په خبره یي امریکا غواړي له افغانستان سره ستراتيژیکه اعلامیه لاسلیک کړي چې ولسي جرګې ته يي د تایید ضرورت پاته نه شي:

(د ایران او پاکستان قوت دننه په پارلمان کې تر دې حده رسیدلې چې نور دغه پارلمان نشي کولای چې د افغانستان په ګټه یو تصمیم ونیسي په دې ولسي جرګه کې ممکن تر یوه کاله پورې دا سند لاسلیک نشي مخالفتونه به وي اما امریکا له افغانستان سره ستراتیژیک سند نه لاسلیکوي خو اعلامیه لاسلیکوي)

سعیدي زیاتوي، ده ته د امریکا د سفارت چارواکو ویلي چې، امریکا له افغانستان سره ستراتيژیک سند ځکه نه لاسلیکوي چې په ولسي جرګې باوري نه دي.

له ولسي جرګې پرته په ځینو وزارت خانو کې هم ګاونډي هېوادونه زیات نفوز لري چې تر ډیره د هماغو هېوادونو په ګټې کار کوي.
XS
SM
MD
LG