د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

"هیله ده چې په راتلونکو ټاکنو کې اوباما ته ماته ورکړو"


د امریکا د جمهوري غوښتونکیو اته تنه کاندیدان هیلمند دي چې ولسمشر بارک اوباما ته به د راتلونکې کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ماته ورکړي.

دا اته تنه کاندیدان چې د سې شنبې په ورځ په یوه مناظره کې سره مخامخ شوي وو او د بحث ډیر تمرکز یې پر افغانستان، پاکستان او ایران وو .

د جمهوري غوښتونکي دا اته تنه کاندیدان چې هیلمند دي ولسمشر بارک اوباما ته به د راتلونکې کال د نومبر د میاشتتې د ولسمشر په انتخاباتو کې ماتې ورکړي په یو شي سره یوه خوله وو.

دوي ټولو بارک اوباما تورنوه چې د امریکا د متحدو ایالتونو په وړاندې له درې ستونزمنو بهرنیو پالیسیو سره په سم چلند کې پاتې راغلی دی او هغه د افغانستان، پاکستان او ایران په وړاندې پالیسي ده.

خو کله چې دا کاندیدان د دې مسلو جزییاتو ته راغلل او دا چې دوي به څه وکړي نو ترمنځ یي لوی اختلافات راپورته شول.

او د جمهوري غوښتونکيو کاندیدانو د سې شنبې د ورځې مناظره د همدې اختلافاتو تر سیورې لاندې راغلله.

د دې مناظرې کوربتوب د سي این این تلویزون او دوي محافظه کارو څیړنیزو ادارو کاوه او په واشنګټن کې سپینې ماڼۍ ته څیرمه جوړه شوې وه.

په دې دوه ساعته مناظره کې د امریکا د کورنیو مسلو پر ځای ډیر بحثونه په نړۍ کې د امریکا پر دریځ وشول.

د جمهوري غوښتونکیو د کاندیدانو په ډله کې یو مخکښ کاندید او د استازو د مجلس پخوانی مشر نیویټ ګینګریچ وو.

نوموړی اوباما په افغانستان کې د امریکا اهدافو ته په رسیدو کې پر پاتې راتلو تورن کړی او په دې برخه کې د سخت چلند ژمنه وکړه.

نوموړي د ایران په وړاندې هم اوباما په نرم چلند ملامته وباله، نوموړي ټینګار وکړ که چیرې موږ جدي و اوسو کولای شو چې په ایران کې له سوله ایزې لارې د یو کاله په موده کې رژیم بدل کړو.

نوموړي وویل، چې امریکا باید په ایران کې د نظام د بدلولو لپاره له سوله ایزو لارو کار واخلي او د اتومي وسلې د جوړولو څخه د ایران د راګرځولو لپاره باید د ایران د اتومي تاسیساتو بمبارول وروستي انتخاب وي.

د جمهوري غوښتونکیو بل کاندید میټ رومیني هم د افغانستان او پاکستان مسله راپورته کړه.

نوموړي بارک اوباما په دې ملامته کړ، چې د افغانستان څخه د ده په وینا تر وخت د مخه سرتیري باسي، میټ رومیني وویل دی به په افغانستان کې د امریکايي قومندانانو مشوره ومني او هلته به تر هغې سرتیري وساتي څو چې دا باوري شوي نه چې دا هیواد به بیا د تروریستانو په ځاله نه بدلیږي.

نوموړي د پاکستان په اړه وویل، چې دا هېواد بیړني پرمختګ ته اړتیا لري:

((موږ اړتیا لرو، چې پاکستان یو ویشتمې پیړۍ او یا لږ تر لږ شلمې پیړۍ ته راولو، نو دوي به وکولای شي چې له نړۍ سره په معاصره بڼه او سوداګرۍ راکړه ورکړه ولري.))

ګڼو نورو جمهوري غوښتونکيو کاندیدانو هم اوباما د اسلام اباد او تهران په وړاندې په سستۍ تورن کړ.دا دوه بهرني پایتختونه په دې مناظره کې بیا بیا یادیدل.

د ریک پیري په نوم د امریکا د ولسمشرۍ د څوکۍ بل جمهوري غوښتونکي کاندید بیا له پاکستان سره تر هغې د امریکا د مرستو پر بندیدو ټینګار وکړ چې څو یې د واشنګټن سره د همکارۍ غوښتنې نه وي منلې.

په داسې حال کې چې جمهوري غوښتونکي باید له خپل منځ څخه د راتلونکې کال تر جنوري میاشت پورې یو کاندید غوره کړي دا د دې ګوند دننه د کاندیدانو ترمنځ تر اوسه یولسمه مناظره ده چې د یو کاندید د ټاکنې لپاره ترسره کېږي.

هر هغه څوک چې له دې ډلې څخه بریالي را ووت هغه به په راتلونکې کال کې د بارک اوباما په وړاندې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکیو کاندید وي.
XS
SM
MD
LG