د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

یو ځانمرګۍ برید ګر خپله کیسه کوي


د رویټرز خبري اژانس د یو داسې افغان تنکي زلمي کیسه لیکلې چې د ځان وژونکي برید د هڅې په تور اوس بندي دی.

دا زلمی اسلام الدین نومیږي او د کندوز ولایت د دشت ارچې اوسیدونکی دی.

نوموړي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، یو وخت یې هیڅ فکر هم نه کاوه چې له طالبانو سره به یو ځای شي، خو چې کله یي یو نژدې ملګری او خپلوان د شپې له خوا د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو نو دا د دې انګیزه شوه چې لومړی له طالبانو سره یو ځای شي او بیا ځان وژونکی شي.

اسلام الدین وايي، اتلس میاشتې مخکې د بهرنیو ځواکونو د شپې له خوا هغو ډزو چې د ده نژدې ملګري په کې ووژل شو د ده په ژوند کې هر څه بدل کړل.

نوموړي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، له دې پېښې وروسته زه ډیره خوا بدی وم، په ژوند او کار کې راته هیڅ مزه نه وه پاتې او ټوله نړۍ راته ستړې کونکي وه.

له دې پېښې څلور میاشتې وروسته اسلام الدین چې هغه مهال ۱۷ کلن وو په کندوز ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پر کارونکي د ځان وژونکي برید د هڅې په تور ونیول شو.

نوموړي اوس د تنکیو ځوانانو په زندان کې پرې د ختلي څلورنیم کاله بند موده تیروي.

د اسلام الدین مور هم د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې زوی د ده د نژدې ملګري له وژل کیدو وروسته داسې شو، طالبانو هم له دې ګټه پورته کړه او دا تنکی ځوان یې پر خپله خوا ور واړوه.

د رویټرز خبري اژانس وايي، دا مهال ځان وژونکي بریدونه د طالبانو تر ټولو سخته وسله ده.

د دې اژانس په وینا لومړني ځان وژونکی برید چې په څرګنده د یو افغان له خوا شوی و په دوه زره څلورم میلادي کال کې و خو اوس دا بریدونه زیات شوي او په وروستیو شپږ میاشتو کې افغان پولیسو شل تنه داسې کسان نیولې چې د کورنیو چارو د وزارت په وینا ځان وژونکي برید کونکي وو.

د ملګرو ملتونو او نورو څیړنیزو ادارو راپورونه ښيي، چې افغان ځان وژونکي برید کونکي، د کار، تعلیم او پیسو د نشتوالي، د مذهبي احساساتو، د دوي د وژل شوېو خپلو خپلوانو دوستانو د انتقام، او د بهرنیو ځواکونو په وړاندې د کرکې په انګیزو داسې بریدونو ته هڅول کېږي.

د اسلام الدین نژدې ملګری او ۱۷ کلن خپلوان د ناټو د شپې په عملیاتو کې وژل شوی و، که څه هم د ناټو ویاند د رویټرزي خبري اژانس ته دا نه ده منلې چې ګوندې په دشت ارچې ولسوالۍ کې دې دوي په عملیاتو کې کوم ملکي وژل شوی وی او ورته یې هلته د یو وسلوال د وژل کیدو خبره کړې.

اسلام الدین د رویټرز خبریال ته ویلي دې دواړو یو شمېر طالبان پېژندل، خو د طالبانو په ډله کې شامل نه وو.

خو کله چې د بهرنیو ځواکونو په برید کې د اسلام الدین ملګری ووژل شو نو د طالبانو قومندانانو دا برید د اسلام الدین د هڅولو یوه انګیزه وګرځوله او هغه یي وهڅوه چې د خپل ملګري غچ واخلي.

اسلام الدین د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دوي تل ماته راتلل او هڅولم یې چې بدل باید واخلم، نوموړی زیاتوي لومړني امتحان مې دا وه چې تر یو پل لاندې د پولیسو د یو مشر د وژلو لپاره ماین ښخ کړم.

نوموړی وايي، طالبانو ورته ویلي وو چې په هغه موټر کې چې د دې ماین هدف و د ولسوالۍ د امنیې قومندان دی خو وروسته خبر شو چې یو بل پولیس قومندان په موټر کې وو.

اسلام الدین زیاتوي طالبانو وروسته زه ځان وژونکي برید ته وهڅولم، خو ما مې د خپلې مور په اړه اندېښنه لرله.

اسلام الدین چې د پلار له مړینې وروسته د کورنۍ یوازیني کس و چې نفقه یې برابروله، څه موده وروسته یې خپلې مور او کورنۍ ته وویل دا دنړۍ په هیڅ نه ارزي او ټول ډیر زر بلې دنیا ته تلونکي یوو.

دې خبرې دې هغه مور او کورنۍ اندېښمنه کړې وه خو فکر یې نه کاوه چې دا به له طالبانو سره یو ځای شوی وي.

خو کله چې نوموړي د کندوز بغلان پر لویه لاره د یو موټر سایکل سره د د بهرنیو ځواکونو پر کاروان د برید لپاره روان وو نو د پولیسو له خوا ونیول شو.

نوموړې اوس د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په خپل کار پښیمانه دی او له حکومت څخه یې د بخښنې غوښتنه کړي.
XS
SM
MD
LG