د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

پاکستان ولې د بنسټپالو د خطرناکو فعالیتونو ملاتړ کوي؟


د افغانستان په اړه په وروستې نړیوال کنفرنس کي چي د ترکیې په استانبول ښار کی جوړ شوی و، ګډون والو د تروریزم د مالي منابعو، روزنې او پالنې او د امکاناتو د برابرولو پر ضد د مبارزې اراده څرګنده کړه . تر ډېره حده د ګډون والو هدف پاکستان و، او دا ځکه دا هیواد د خپلې اوږدې مودې پالیسۍ او د خپلو ملي ګټو د تامین پر اساس، له بنسټ پالنې څخه کار اخلي.

داسي بریښي چي د امریکا حکومت دا مهال د پاکستان دهمدي پالیسۍ په رڼا کي د دي هیواد له استخباراتي ادارې (ای. اېس. اس) څخه غواړي چي د خپلو ایجاد کړیو بنسټ پالوډلو او افغان حکومت تر منځ دي د سولې منځګړتوب وکړي.

دا څرګندونې، امریکا چاپ ورځپاڼې لاس انجلس ټایمز خبریالې سارا چیس چي کلونه کلونه یي په کندهار کي تېر کړې، په یوې مقالې کې کړې.


خبریاله سارا لیکي: د تیرې لسېزې زیاته برخه مې په کندهار کې تېره کړې او له طالب وسله والو څخه د پاکستان د پوخ د ملاتړ شاهده یم.

د کندهار د پولیسو مشر راته ویلي وو، چې د ای. اېس. ای متقاعدو جنرالانو د افغانستان پولې ته نږدې د اغزنو سیمانو تر شا، په سپېره ډاګ کې د وسله والو د روزنې کمپونه جوړ کړې دې.

خبریاله زیاتوي، ما په افغانستان کې د امریکا سفارت ته حتی د طالبانو د یوه جګ پوړې قوماندان د هغه موټر نمبر پلیټ هم وښود چې ای. اېس ای ورته ورکړی دی.

زما دوستانو چې یو شمېر یې پخواني مهاجر دي، په کوټې کې د طالب وسله والو د ازادانه فعالیت او تګ راتګ کیسې راته کړي دي.

د لاس انجلس ټایمز خبریاله زیاتوي، زما یوه بل ملګرې چې د افغانستان له پولې اغاړه ژوند کوي، راته وویل، چې پاکستان ته ورشم او په یوې دینې مدرسې کې په خپلو سترګو، طالب وسله والو ته د پاکستان د پوځيانو له خوا د موټرسایکلونو توزیع کول وګورم.

دغو کسانو ته د موټر سایکل چلول ښودل کیږي، چې څنګه طالب وسله وال له کوټې څخه افغانستان ته انتقال کړې.

د امریکایي ورځپاڼې لاس انجلس ټایمز خبریاله وړاندې لیکي، دا چې د پاکستان حکومت په نورو برخو کې د تروریزم پر ضد جګړې کې له امریکا سره مرسته کړې، امریکا په افغانستان کې د پاکستان په لاس وهنو سترګې پټوي.

پاکستان پر ځای د دې چې له موږ سره یې باید د تروریزم پر ضد جګړې کې مرسته کړي واي، زمونږ پر ضد جنګیږي. زیات شمېر افغانان نه پوهیږي، چې امریکا ولې په دې مسالې سترګې پټوي.

خبریاله سارا لیکي، خبره هغه وخت خرابه شوه، چې د سپتمبر په ۱۴ مه د حقاني شبکې وسله والو په کابل کې د امریکا پر سفارت حمله وکړه او دا د دې ښکارندویي وه چې پاکستان د غیابتې جګړې پر اساس د امریکایي عسکرو پر ضد جګړه کوي او په عین حال کې سفارت چې د یوه هیواد د ځمکنې تمامیت حیثیت لري، حمله ورباندې په یوه هیواد حمله ده. پاکستان له دې لیکې هم پښه اړولې ده.

په کابل کی د امریکا پر سفارت باندې له حملې وروسته، متحده ایالاتو د حقانې شبکي او د ای. ایس. ای فعالیتونو ته زیات پام واړاوه خو د پاکستان پوځ یوازې د حقانې شبکې ملاتړ نه کوي. د هغو بنسټ پالو ډلو لیست ډېر اوږد دی چې د پاکستان پوځ یې ملاتړ کوي.

د سارا په وینا، له بنسټ پالو څخه د پاکستان ملاتړ څه نوي خبره نه ده. په ۱۹۹۳ کال کې نږدې و، چې متحده ایالاتو پاکستان د تروریزم ملاتړي هیواد اعلان کړې وای. له دې څخه یو کال وړاندې طالبانو د پاکستان په ملاتړ په افغانستان کې سترې حملې پيل کړې وې.

د ورځپاڼې خبریاله پوښتنه کوي، چې پاکستان ولې د بنسټ پالو د شخړو او له خطره ډکو فعالیتونو ملاتړ کوي؟ په ځواب کې یې لیکي، د افغانستان په اړه، پاکستان زیار باسي چې د نیابتې جګړې له لارې څومره چې ممکنه وي هومره سیمې تر خپل واک لاندې کړي او په نړیوال ډګر کې خپل وزن زیات او امتیازات تر لاسه کړي.

پاکستان په ۱۹۹۵ کال کي په افغانستان کې دا هدف تر لاسه کړ او طالبان یې واک ته ورسول.

سارا چیس په خپلې مقالې کې لیکي، متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم ړنګ کړ او ای. اېس. ای زیار باسي، چی یو ځل بیا طالبان واک ته ورسوي. خو دا ځل به له پوځې لارې دغه هدف ته ونه رسیږي.

ناټو چې د ځمکې پر مخ ستر پوځي قوت دی، د طالبانو بری به یې د خلکو خندنۍ کړې. دا ځل د پاکستان ستراتیژۍ دا ده، چې د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت پوځونه او افغانان په هغو برخو کي له پښو وغورځوي، چې هلته جګړې په زور کې دی. په داسې یوه حالت کی واشنګټن او کابل ته له وسله والو سره له خبرو پرته بله لار نه پاته کیږي او په دی توګه به پاکستان ته اجازه ورکړي چې کومه ډله په خبرو کې شاملوي او په کومو شرایطو؟
XS
SM
MD
LG