د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

اشرف غني احمدزى په وردک کې د امینتي مسوولیت سپارنې تیارۍ څېړي


د امنیتي مسولیتونو د انتقال د کميسیون چارواکو د میدان وردګ ولایت له چارواکو سره د دې ولایت د هغو سیمو په اړه خبرې وکړې، چې ټاکل شوې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال په دویم پړاو کې شامل کړای شي.

د دغه ولایت چارواکي وایي، چې میدان ښار، د بهسودو مرکز او د بهسودو د لومړۍ برخې ولسوالۍ هغه سیمې دي، چې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال دویم پړاو ته یې وړاندیز شوې.

خو د میدان وردګو د والي ویاند شاهداله شاهد د چهار شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دغو سیمو په اړه وروستۍ پریکړه لا نه ده شوې:

″ښاغلی ډاکټر اشرف غني احمدزی له بیلا بیلو قشرونو سره که هغه، ولسوالان دي، که ادارې رییسان دي، که قومي مشران دي، محلي شوراګانې دي، که ولایتي شوراګانې دي، که هغه ځوانان او ښځې دي، هغه شکونه او هغه نظریات چې ولسونه یې لري، د انتقال د پروسې په اړه له دوی سره یې شریک کړي او له خلکو نه واوري، چې دوی په کومو سیمو کې د انتقال د پروسې لپاره اماده دي او څومره دا پروسه د خلکو له ملاتړ سره مخ کیږي.″

په میدان وردګو ولایت کې د امنیتي مسولیتونو د انتقال دوهم پړاو په داسې حال کې پیلیږي، چې په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو د فعالیت په اړه هم راپورونه ورکول کیږي.

څو میاشتې مخکې کی په سید اباد ولسوالۍ کې د امریکایی ځواکونو هليکوپټره وغورځیده، چې په کې دېرش امریکایي کمانډو او اته افغان سرتيري ووژل شول.

دغه رازپه همدې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په اډې کې ځان وژونکي حملې، اوه اویا بهرني سرتیري هم ټپیان کړل.

دا، چې د امنیتي مسولیتونو د انتقال په بهیر کې نور کوم ولایتونه شامل دي دا لا نه ده څرګنده، خو د ولسمشر کرزي ویاند، ایمل فیضي وایي، چی ډیر ژر به دوی دا لست خپور کړي:

″د هغو سیمو په اړه وروستې پریکړه، چې ټاکل شوې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال دوهم پړاو په کې پلې شي، د افغانستان د امنیت شورا راتلونکې غونډې ته وځنډيده.

د افغانستان امنیت شورا به په راتلونکي اونۍ کې په خپله غونډه کې د هغو سیمو لیست خپور کړي، چې امنیتي مسولیتونه به یې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.″

له بهرنیو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د انتقال بهیر د روان میلادي کال په نیمایي کې پیل شوي، چې د دوه زره څوارلسم میلادي کال په وروستیو کې به بشپړ شي.

که څه هم افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو په لیږد کې افغان چارواکي خوشبینه دي او دا پروسه بریالۍ بولي، خو ځیني پوځي کارپوهان او حتی عام وګړي د دې پروسې بریا ته د شک په سترګه ګوري.

خو د افغان ځواکونو چارواکي وایي، چې دوی د امنیتی مسولیتونو اخیستو ته چمتو دي او پر نړیواله ټولنه غږ کوي، چې د دې پروسې د بریالیتوب لپاره دې افغان ځواکونه وروزي اوهغوی دې په بشپړ ډول سمبال کړي.

خبریاله: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG