د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

ولسي جرګې د مالیې، سوداګرۍ او اقتصاد پر وزیرانو سخت انتقادونه وکړل


ولسي جرګې د مالیي، سوداګرۍ او اقتصاد په وزیرانو کلک انتقادونه وکړل او ویل یي چې د سون موادو د بیې په کنټرول کې پاته راغلي.

وکیلانو له دغو وزیرانو وغوښتل، چې په افغانستان کې یو پیاوړي اقتصادي نظام رامنځ ته کړي او د سون موادو د بیو د کمښت لپاره نوې لارې چارې ولټوي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړیو په خپلو انتقادي پوښتنو کې وویل، چې دولتي چارواکي له ځینو مافیایي شرکتونو سره لاس لري او په افغانستان کې په بنسټیزو پروژو هم کار نه کوي.


په دې وروستیو څو ورځو کې په کابل او زیات شمېر ولایتونو کې د سون موادو په ځانګړې توګه د ګازو بیې في کیلو سلو افغانیو ته پورته شوې او ان تر دې چې په ځینو بازارونو کې پیدا کیږي هم نه.

خو د سوداګرۍ وزارت وایي، دا مهال په حیرتانو کې نږدې یونیم زرټنه مایع ګاز اخیستل شوي چې ډیر ژر به یې په بیو کې کموالی راشي.


انورالحق احدي د سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وویل، چې دوي د سون موادو د بیو د کنټرول لپاره لنډ مهالي او اوږد مهالي پلانونه لري چې د بیو په کمښت به مثبت اغیز وکړي:

(د راتلونکې لپاره زما وړاندیزونه دادي ؛ددې اوسني نظارت دوام،تیر ۹کاله مطلق ازاد بازار وو بیا هم ډیموکراسي نه وه موږ غواړو چې طرف مقابل معلوم شي چې څوک مال واردي او څوک يي په ښار ویشي.موږ غواړو په نفتي موادو کې د دولت سهم زیات کړو هماغه دلیل دی چې ۳۰میلیونه ډالره نوي دارايي دی لپاره غواړو او غواړو چې دولت نړېوالو تړونونو زیات کړي.)

په غونډه کې د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال د سوند موادو د بیو د لوړېدو لاملونه د افغان سوداګرو ترمنځ غیرسالم رقابت، د ترانزیت او ترانسپورت لوړه بیه او په لارو کې له هغوي څخه په ناقانونه توګه پیسې اخیستل په ګوته کړل.

د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال وویل چې په افغانستان کې ازاد بازار نتیجه نه ده ورکړې او سپارښتنه کوي چې باید دغه بازار په یوه مختلط بازار بدل شي چې حکومت هم په کې برخه ولري.

د ولسي جرګې ځینو غړیو د وزیرانو دغه څرګندونې د قناعت وړ ونه بللې او همدا وه چې دغې جرګې په دې اړه کومه پریکړه هم ونه کړه او غونډه بې نتیجې پای ته ورسیده.

اسدالله لودین، کابل
XS
SM
MD
LG