د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

امریکا څه دپاسه ۲۵۰۰۰افغانانو ته د ویزو ورکولو پروګرام تائید کړ


د امریکا حکومت دوه نیم کاله وړاندې د هغو څه د پاسه دوه نیم زرو افغانانو لپاره چې له امریکايي سرتیرو او ادارو سره يي په افغانستان کې کار کړی د ویزو ورکولو خاص پروګرام تائید کړ.

خو د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې تر اوسه پورې له دې جملې څخه یوازې له یوه تن سره په امریکا کې د اقامت لپاره مرکه شوې ،۴۸ کسان رد شوي او هیڅ یوه ته ویزه نه ده ورکړل شوې.

کوم کسان چې اوس هم د امریکا د ویزې په تمه دي وايي، طالبانو دوي خاینان ګڼلي دي او ویره لري چې په ۲۰۱۴میلادي کال کله چې نړېوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، د دوي ژوند به له خطر سره مخامخ وي.

رویټرز اژانس د محمد ظاهر په حواله چې په افغانستان کې د امریکا د نړۍ پراختیايي ادارې لپاره کار کوي، وايي اوه میاشتې وړاندې يې د متحده ایالاتو د ویزې لپاره اقدام کړی، خو تر اوسه ورته ځواب نه دی ورکړل شوی هغه هم دا ویره لري چې له ۲۰۱۴میلادي کال وروسته چې امریکايي عسکر له افغانستان څځه ووځي، ژوند به يي له ګواښ سره مخ شي.

خو د رویټرز اژانس په وینا د افغان ژباړونکو چې له امریکايي ځواکونو سره کار کوي ژوند همدا اوس هم د مرګ له خطر سره مواجه دی.

د کار له ساحو څخه بهر د هغو کسانو چې نړېوالو ځواکونو او یا له افغان دولت سره کار کوي، د ترور لړۍ مخ په پراخیدو ده.

یوه افغان ترجمان چې د ویرې په خاطر او یا دا چې د ویزې لپاره يي غوښتنه اغیزمنه نشي خپل نوم نه دی یاد کړی رویترز خبري اژانس ته ویلي:

(له اووکلونو راهیسې له امریکايي ځواکونو سره کار کوي او تیر کال يې داسې ګڼ شمیر تلیفوني پیغامونه ترلاسه کړه چې په کې هغه تهدید شوی او ورته ویل شوي چې په کابل کې د امریکايي ځواکونو په اډه کې کار بند کړي.)

هغه وايي، که امریکایان پر افغانانو دا اعتماد کوي چې په مرګونو حالاتو کې ورسره وي نو ولې بیا متحده ایالاتو ته د داخلیدو په برخه کې پرې باور نه کوي.

دغه ژباړونکي ویلي هر شپه او هره ورځ مو له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده او اوس زمونږ تمه داده چې اوس باید امریکایان له مونږ سره مرسته وکړي.

د هغه په وینا که داسې ونشي نو هر افغان به دا فکر وکړي چې ورڅخه استفاده شوې ده.


بل لورته په کابل کې د امریکا سفارت ویلي، د هغو ۷نیم زرو افغانانو د غوښتنو د پوره کولو لپاره يې چې غواړي تر ۲۰۱۳م کاله پورې متحده ایالاتو ته لاړ شي ،زیاتي سرچیني ځانګړې کړي څو هر کال یو نیم زر کسانو ته ویزې ورکړي.

خو جمشید انوري چې له ۲۰۰۶م کال راهیسې له امریکايي ځواکونو سره د ترجمان په توګه کار کوي ،وخت په تیزۍ سره تیریږي او هغه پر افغان ځواکونو باور نه لري.

د انوري په وینا که هغه له افغانستان څخه ونه اوځي نو پوهیږي چې هرومرو به ووژل شي.

هغه افغانان چې غواړي د امریکا ویزه ترلاسه کړي باید دا ثابته کړي چې له امریکایانو سره د کار په یوه کال کې ورته د مرګ ګواښ شوی دی.
XS
SM
MD
LG