د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

"د بن په غونډه کې به نړېواله ټولنه د افغانستان په اړه یو واضح پیغام وړاندې کړي"



په کابل کې د ناټو د ملکي استازي ویاند ډومینیک میډلي
په کابل کې د ناټو د ملکي استازي ویاند ډومینیک میډلي
په افغانستان کې د ناټو مامورین د ناټو په ګډون د ځینو هېوادونو له خوا د ستراتیژیکو اړیکو د رامنځ ته کولو لپاره وروستي اقدامات د افغانستان او نړېوالې ټولنې ترمنځ د دوامداره ملګرتیا او همکارۍ څرګندوی بولي.

په کابل کې د ناټو د ملکي استازي ویاند ډومینیک میډلي خبریالانو ته وویل، دوي هیله مند دي، چې د بن په راتلونکې ناسته کې نړېواله ټولنه به د افغانستان او سیمې په اړه یو واضح پیغام وړاندې کړي.

ده، چې د سې شنبې په ورځ یي د ایساف له ویاند سره په ګډه یوې خبري غونډې ته وینا کوله د ناټو ځواکونو د حضور په اړه د ګاونډیو هېوادونو اندیښنې بې ځایه وبللې او ویي ویل:

(ناټو هیله مند دې، چې نړېواله ټولنه به د بن په دویمه نړېواله ناسته کې د افغانستان او سیمې په اړه یو واضح پیغام وړاندې کړي او هغه دا، چې د افغانستان په اړه د نړېوالې ټولنې ژمنې تل پاتې دي.

ناټو تل ویلي، چې د افغانستان ګاونډیان په دغه هېواد کې د ایساف ځواکونو د حضور په اړه، چې د افغان دولت او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غوښتنه میشت شوي د ویرې لپاره څه نه لري.

په افغانستان کې د ایساف ځواکونه له نهه څلویښتو هېوادونو څخه تشکیل شوي، چې اکثره دغه هیوادونه د افغانستان له ګاونډیانو سره غښتلې اړیکي لري.)

د ناټو مامورینو دا ډاډګیرنه په داسې حال کې ورکړې، چې په کابل کې د لویي جرګې له پریکړې وروسته روسیي په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو په اړه له واشنګټن نه وضاحت غوښتې.

په افغانستان کې امریکا ته د پوځي تاسیساتو په واک کې ورکول یو له هغو مواردو څخه وو، چې لویی جرګې په مشروط ډول تایید کړي.

دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځ ته شوي، چې د افغان امنیتي چارواکو په وینا د سیمې په کچه د لویي جرګې د ګډوډولو لپاره پراخې هڅې وشوې.

د افغان امنیتي چارواکو په څیر ناټو هم د سیمې د ځینو هېوادونو له خوا دا هڅې تاییدوي، خو د کوم هېواد نوم له اخیستلو ډډه کوي.

په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند جنرال کرسټن جکوبسن وویل، چې دوي هم په دې اړه راپورونه لري، چې په افغانستان کې دننه د ځینو کړیو ترڅنګ د سیمې ځینې هېوادونو هم دا هڅه کړې:

(د لویي جرګې بریا یوه ښه نښه ده، چې افغانستان او د افغانستان خلک پرته له دې، چې د بهرنیانو له نفوذه ویریږي، چې زه یي په اړه معلومات نه لرم خپل پرمختګ ته دوام ورکړي.

خو موږ دا ویلي شو، چې په افغانستان کې دننه او بهر ځینو کړیو نه غوښتل، چې لویه جرګه بریالۍ شي.)

خو د ځینو افغان کتونکو په وینا ایران او پاکستان د هغو هېوادونو په ډله کې شامل دي، چې هڅه یی کوله د لویی جرګې د جوړولو مخنیوې وکړي.

ایساف دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې لویي جرګې له امریکا سره د ستراتيژیکو اړیکو په اړه یو شرط په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شپې د عملیاتو بندول وړاندې کړي.

د ایساف ویاند وویل، چې د لویي جرګې د دې شرط اساسي هدف دادې، چې ددغو عملیاتو مشري باید افغان ځواکونو ته وسپارلې شي او دا هغه څه دي، چې ایساف پرې لا دمخه کار کوي.

دا، چې د سیمې هېوادونه تر کومه د ناټو او افغان مشرانو پدې ډاډ ګیرونو دلاسا کیږي اوس یی اټکل ګران دې.
XS
SM
MD
LG