د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

وچکالۍ له بدخشانه تر فاريابه ۱۴ولایتونه ځپلي


اروپايي کميسيون پرون د افغانستان په څوارلس ولايتونو کې له هغو خلکو سره چې د لوږې له خطر سره مخامخ دي، د يو نيم میليون يورو مرسته وکړه.

اروپايي اتحاديې تر دې مخکې هم په افغانستان کې له وچکالي ځپلو سره درې میليونه يورو مرسته کړې وه، خو ملګري ملتونه د وچکالي ځپلو افغانانو شمېر ته په پام سره له نړېوالې ټولنې د زياتې مرستې غوښتونکي دي.

اروپايي کميسیون ويلي، چې افغان وچکالي ځپلو ته به خپلې مرستې د غير حکومتي موسسو په وسيله ورسوي.

د افغانستان د کرنې وزارت وايي، چې له بدخشانه رانيولې تر فاريابه پورې د افغانستان د شمال څوارلس ولايتونه وچکالۍ ځپلي دي.

د کرنې وزارت اداري معين محمد سليم کندوزي ازادۍ راډيو ته وويل، چې د وچکالۍ له کبله به مرستو ته د محتاجو کسانو شمېر زيات شي.

دا په داسې حال کې ده ډېرې کورنۍ مجبوره شوي چې څو وخته ډوډۍ ونه خوري، پور واخلي يا نورو سيمو ته ولېږدي.

خيريه موسسو همدا راز ويلي، چې د ژمي له را رسېدو او په راتلونکو اوونيو کې د سختو واورو له اورېدو سره دا خطر هم مخ په زياتېدو دي چې لارې بندې شي، راشي يا برف کوچونه راشي او د مرستو د رسېدو امکانات له منځه لاړ شي.

د اکسفام او سيف د چلدرين په شمول نهو خيريه موسسو وويل، د سږکال په لومړيو کې د ورښتونو کموالي د افغانستان په شمال، لوېديځ او شمال لوېديځ کې د غنمو اتيا فيصده کروندې وچې کړي او په نتيجه کې يې کروندګرو ته لږه غله په لاس ورغلې ده.

د افغانستان د ۱۴ وچکالۍ ځپلو ولايتونو لپاره ملګروملتو د ۱۴۲ مليون ډالره مرستې غوښتنه کړې خو نړيوالو مرستندويانو تراوسه د دې پيسو يوازې اووه فيصده يې ورکړي دي.
XS
SM
MD
LG