د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

روسیه: د افغانستان او تاجکستان د ګډ سرحد پیاوړي کول مهم دي


ايوانوف
ايوانوف
له مخدرو موادو سره د مبارزې لپاره د روسیې د فدرالي ادارې مشر ویکتورایوانوف چې په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو څېړنو په مرکز کې څرګندونې کولې وویل، د افغانستان د نشه یي موادو ستونزه یوازې او یوازې د هغو په له مینځه تلو سره حل کېدای شي.

ایوانوف زیاته کړه، بې له شکه د افغانستان او تاجکستان ګډ سرحد باید تقویه شي خو باید دا هم په یاد وساتو چې د افغانستان مخدرمواد نه یوازې د تاجکستان له لارې بلکې د ازبکستان، ترکمنستان، ایران او پاکستان له لارې هم قاچاق کېږي او په همدې دلیل په تاجکستان کې د دروازې جوړول کافي نه دي ځکه چې په دې صورت کې به دا مواد له تاجکستان پرته پر نورو لارو قاچاق شي.

افغانستان او تاجکستان څه کم یونیم زر کیلومتره ګډ سرحد لري چې د افغانستان د مخدرو موادو د قاچاق تر ټولو عمده لاره ګڼل کېږي. د ایوانوف په وینا له دې لارې د نشه يي موادو د قاچاق ټول ارزښت د تاجکستان د کلنۍ بودجې په پرتله لس ځلې زیات دی.

ایوانوف وویل، د افغانستان او تاجکستان د ګډ سرحد له لارې د نشه یي موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره اقدامات کېږي، اروپايي ټولنه او ځینې نور هېوادونه په دې برخه کې له پروژو سره مرسته کوي او روسي متخصصان په تاجکستان کې دېره دي خو د دې کاروبار ګټه هم ډېره زیاته ده.

له مخدرو موادو سره د مبارزې لپاره د روسیې د فدرالي ادارې مشر د امریکا، مکسیکو او د منځنۍ امریکا د هېوادونو ترمینځ د مېریدا نوښت په نوم د هغه امنیتي توافق د بریاوو یادونه وکړه چې له لاتینې امریکا څخه متحدوایالاتو ته د مخدروموادو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې یې مهم رول ولوباوه. ده وویل، مېریدا نوښت په امریکا کې د کوکاینو بازار سم نیمايي ته راکم کړ او د مکسیکو د نشه يي موادو قاچاقبرانو خپله نیمايي ګټه له لاسه ورکړه او په نتیجه کې یې دوی د مخدروموادو د قاچاق لاره د لویدیځې اروپا خواته بدله کړه.

ایوانوف د افغانستان د مخدرو موادو له کاروبار څخه د ترلاسه شویو تورو پیسو د سپینولو یا د پیسو له مینځلو سره د مبارزې پر اهمیت هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې عموماً په سلو کې له لسو تر پنځلسو مخدر مواد او د دې موادو د قاچاق د عوایدو په سلو کې یوازې پنځه د امنیتي ځواکونو له خوا نیول کېږي، خو د ده په وینا د مخدروموادو تقریباً ټول عواید عملاً په نړیوالو بازارونو کې ګرځي راګرځي.
XS
SM
MD
LG