د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۲۹

″نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د خپلو مرستو لګول شفاف کړي″


په افغانستان کې د شفافیت د څارني موسسه وايي، چې ټول مرسته کوونکي هیوادونه او موسسې باید له افغانستان سره د خپلو مرستو په اړه معلومات خپاره کړي.

د دې موسسې د ټولنیز څارمسول وزیرګل انیس وویل، چې ځیني هیوادونه د خپلو مرستو په اړه معلومات نه خپروي، چې دې کار د بیا رغونې په بهیر منفی اغیز کړی.

ښاغلي انیس، چې د دوشنبې په ورځ یې د مالیې وزارت له استازي سره یوې خبري غونډې ته وینا کوله، وویل، چې یوازې یو محدود شمېر هیوادونه او موسیسې خپل معلومات شریکوي.

″د دې نهو ادارو څخه نړیوال بانک،آی. ډي اې چې اتیا اویا فیصده، هالنډ اته شپته فیصده، بریتانیا درې شپیته فیصده، سویډن هم درې شپیته فیصده، اروپایي ټولنې یوشپیته فیصده او له بده مرغه د امریکا پراختیایي اداره، چې د افغانستان ترټولو لویه تمویل کوونکې مرجع ده، پنځه ویشت فیصده د خپلو مرستو په اړه معلومات یې له خلکو سره شریک کړي.

نو موږ له مرسته کوونکو هیوادونو څخه غواړو، چې دوی په افغانستان کې د سولې امنیت او نورو برخو کې مسوولیت لري، دوی باید خپل معلومات شریک کړي.″

د شفافیت د څار موسسې دا غږ په داسې حال کې کړی، چې په هیواد کې د بیارغونې د پروژو او کیفیت په اړه زیاتې پوښتنې موجودې دي.

په افغانستان کې د بیارغونې له روان بهیر سره مرسته کوونکي هیواد په سلو کې اتیا مرسته خپله لږوي او یوازې شل سلنه یې افغان دولت ته ورکوي.

د مالیې وزارت د مرستو د سمون ریاست مدیرې سلوا دستګیر هم په نړیوالو مرسته کوونکو انتقاد وکړ.

دې وویل، چې نړیوالو مرستندویانو د دولت د بودیجی له لارې د خپلو مرستو په نه لګولو سره اداری فساد دود کړي او د دوی د پروژو کیفیت هم ټیټ دی.

میرمن دستګیر وایي، دوی هڅه کوي، چی وروسته له دې د نړیوالې ټولنې مرستې د افغان دولت د بودیجی لارې ولګوي.

″زه د دولت د استازي په توګه ویلای شم، چی دولت متعهد دی، هغه ژمنې، چې د کابل په کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې له خوا شوي، عملي کړي، له مرسته کوونکو سره ښه او نږدې همغږي ولري.

موږ له مرسته کوونکو سره کار کوو او له هغوی څخه مو غوښتي، چې باید د کابل کنفرانس ژمنې، چی په سلو کې پنځوس فیصده مرستې به د دولت د بودیجی له لارې لګوی عملي کړي او بل دا چې موږ د مرسته کوونکو هیوادونو لپاره، یوه پالیسي جوړوو، چې د دوه زره دولسم کار تر لومړیو به بشپړه شي.

موږ غواړو، د امنیت، حکومتدارۍ او د پراختیا په برخه کې له نړیوالې ټولنې څخه دا مسولیتونه واخلو.″

میرمن دستګیر همدا راز وویل، هغه مرستې چی د نړیوالې ټولنې له خوا په خپله لګول کیږي د ولایتونو په کچه ترډیره انډول په کی په پام کې نه دي نیول شوي.

دا انتقادونه په داسې حال کې کیږي، چې نړیواله ټولنه بیا وایي، چې افغان دولت د دې مرستو د لګولو وړتیا نه لري او اداي فساد په کی پراخ دی.

خو افغان دولتي چارواکو دا تورونه رد کړي او وایي، چې دوی کولای شي، د دولت له لارې د نړیوالې ټولنې د لګول شویو مرستو حساب ورکړي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG