د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

″په حیرتان کې د خصوصي سکتور زیرمه کړي ګاز به لیلام شي″


د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت د مایع ګازو لویو سوداګروته خبرداری ورکړ، که چیرې په حیرتان بندر کې خپل زرګونه ټنه زیرمه کړي ګاز د دوی له خوا په ټاکلي بیه ونه پلوري نودا وزارت به یې لیلام کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ډاکټر انوارالحق احدي د دوشنبې په ورځ د ولسې جرګې په استجوابیه غونډه کې څرګنده کړه چې دا مهال په حیرتان بندر کې کابو درې زره ټنه مایع ګاز د خصوصي سکتور له خوا زیرمه شوي او هغوی په دې هڅه کې دي چې له لسو فیصدو څخه په زیاته ګټه یې وپلوري.

ډاکټر احدي ډانګ پیلې کړه، که چیرې په نږدې ورځوکې دا زیرمه شوي مایع ګازد ګازو په وړو سوداګرو یوټن په نهه سوه ډالره خرڅ نه شي نو افغان حکومت حق لري چې لیلام یې کړي:

"که چیرې عمده ګاز پلورونکو په دې برخه کې له موږ سره همکاري ونه کړه د قانون له مخې د سوداګرۍ وزارت دا حق لري، چې د هغوی زیرمه کړي ګاز وپلوري.

خو دوی ته وایم چې حکومت دې مجبوره نه کړي چې له زور څخه کار واخلي د افغانستان کابینې دا اجازه ورکړې، چې د هغوی زیرمه کړي ګاز لیلام کړو.

موږ واړه ګاز پلورونکي را بللې او د عمده پلورونکو زیرمه کړي ګاز به یو ټن په نهه سوه ډالر پرهغوی وپلورو او پیسې به یې ورکړو."

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر احتکار، په ځینو سیمو کې له وخت نه مخکې د وارې وریدل، په ازبکستان کې ځینې ټرانسپورټي ستونزې او د خصوصي سکتور له خوا د رقابت پرځای ناسم جوړجاړی په وروستیو دوو اونیو کې په ناڅاپي ډول په کابل او ولایتونو کې د مایع ګازو د بیې د لوړیدو مهم علتونه وبلل.

خو احدي وویل، چې ګاز پلورونکي باید دا مهال یو کیلو ګازله پنځه شپیتو تر اته شپیتو افغانیو وپلوري او ډاډ یې ورکړ، چې په دریو یا څلورو ورځو کې به ډیر مایع ګاز کابل او بیلابیلو ولایتونو ته ورسیږي او د ګازو بیه به پنځوس یا پنځه پنځوس افغانیو ته را ښکته شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر وویل، چې په افغانستان کې ترډیره خصوصي سکتور د اقتصاد بازار له نظام څخه ناوړه ګټه اخلي او د مخنیوي لپاره یې اړینه ده، چې د ګازو اونفتي موادو دولتي تصدۍ پیاوړې او سیالۍ لپاره بازار ته ودانګي:

"موږ د حکومت په توګه اړ یو چې واقعیتونه په پام کې ونیسو او خپله اقتصادي پالیسي پرمخ یوسو.

د خصوصي سکتور سیالي لکه څنګه چې موږ غوښتل هسې نه وه او د هغوی بیې مناسبې نه دي.

دولت باید د نفتي موادو په سوداګرۍ کې فعاله برخه واخلي په دې برخه کې کومه تصدي چې فعالیت لري هغه پیاوړې کړي ترڅوهغه وتوانیږي، د خصوصي سکتور ترڅنګ د بیو په ښکته ساتلوکې ښه رول ولوبوي."

ډاکټر انوارالحق احدي وویل، چې دامهال دوی کمه بودجه لري او نه شي کولای چې د مایع ګازو او نفتو په برخه کې له خصوصي سکتورسره په بازار کې سیالي وکړي.

ده وویل، چې سل ملیونه ډالرو ته اړتیا شته ترڅو افغان حکومت له نړیوال بازار څخه ګاز او نفتي مواد وپیري او په افغانستان کې یې په مناسبه بیه پرخلکو وپلوري.

دا خبرې په داسې حال کې کیږي، چې له تیرو شاه خوا دوو اونیو راهیسې په کابل او نورو ولایتونو کې د یوکیلو مایع ګازو بیه له پنځه پنځوس څخه آن پنځه نوي افغانیو ته اوچته شوه، چې له امله یې خلکو شکایتونه وکړل.

افغانستان هرکال کابو درې ملیونه ټنه مایع ګاز او نفتي موادو ته اړتیا لري، دا مواد ترډیره د خصوصي سکتور له خوا له ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان او دغه راز له روسیې څخه راوړل کیږي، خو د اوس په څیر هرکال د ژمي په را رسیدو سره د ګازو او نورو نفتي موادو بیې په ناببره توګه آن آسمان ته خیژي.
XS
SM
MD
LG