د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

مشعل: د سیمې هېوادنو د لویې جرګې د جوړېدو د مخنوي هڅه کوله


د افغانستان د ملي امنیت اداره وایي، چې دا ځلې کوم یو هیواد نه بلکې ټولې سیمې هڅه کوله، چې د دودیزې لویې جرګې د جوړیدو مخنیوی وکړي.

د دې ادارې ویاند لطف الله مشعل د دوشنبې په ورځ ناوخته په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د دوی موظفینو لس داسې ډلې نیولي، چې د سیمې د هیوادونو د استخباراتو له خوا د لویې جرګې د ګډوډولو لپاره سمبال شوي وو.

د ښاغلي مشعل په وینا د دغو هڅو یوازنې هدف د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون په وړاندې د خنډونو رامنځ ته کول وو.

″دا ځلې چون له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو مساله وه، چې افغانستان د هغو هیوادونو له احتیاجۍ خلاصوي، چې غواړي تل افغانستان باید دوی ته احتیاجه وي، دوی ټولو په همغږۍ سره هڅه کوله، چې د ترورستانو په ملاتړ سره دا لویه جرګه سبوتاژ کړي.

زه نه غواړم دلته د کوم هیواد نوم واخلم یو هیواد نه بلکې د سیمې استخبارات په دې کې ښکیل وو.

د ښاغلي مشعل د معلوماتو له مخې دا ډلې ګمارل شوې وې، چې د لویې جرګې په سیمه کې ډله ییزې ځان وژونکې حملې وکړي، چې د امنیتي ځواکونو له خوا یې مخه ونیولې شوه.

که څه هم ښاغلي مشعل د کوم هیواد نوم وانخست، خو له جرګې مخکې کتونکو تر ډیره ایران او پاکستان ته اشاره کوله، چې غوښتل یې لویه جرګه سبوتاژ کړي.

خو له دې سره سره په سیمه کې داسې نور هیوادونه هم شته، چې په افغانستان کې د امریکا د اوږد مهاله پوځي حضور سره مخالفت لري او ممکن دوی هم په دې هڅو کې ښکیل پاتې شوي وي.

د ښاغلي مشعل په وینا اوس هم لا دوه داسې ډلې موجودې دي، چې ټول غړي یې نه دي نیول شوي، خو ده ډاډ څرګند کړ، چې د دوی پلانونه شنډ کړای شوي دي.

مشعل دا هم وویل، چې په لویه جرګه د حملې لپاره تر ډیره افغان وګړي ګمارل شوي وو، څو وکړای شي په سیمه کې په اسانۍ سره نفوذ وکړي.

″اکثره یې افغانان دي، ځکه د هویت د پېژندلو په برخه کې زموږ امنیتي تدابیر د یوې میاشتې راهیسې شروع شوي وو، تروریستان په دې پوییدل، چې بهرني اتباع په سختۍ سره نفوذ اجرا کولای شي، نو ډېره استفاده یې له محلي خلکو کړې ده، لکه د کابل، د میدان ورګو، د پکتیا د ځاځیو او داسې نورو سیمو خلکو. خو یو څو کسان د قبایلي سیمو اوسېدونکي ډي.″

دا لویه جرګه، چې په کې د افغانستان او امریکا ترمنځ په ستراتیژیکو اړیکو بحث وشو، په داسې حال کې جوړه او پای ته ورسیدله، چې وسله والو مخالفینو پرې د حملې ګواښ کړی و او د هغې ګډونوال یې په مرګ ګواښولي وو.

د کتونکو په وینا که څه هم افغان دولت او امریکا بیا بیا دا ډاډ ورکړی، چې د دوی ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو په زیان نه دي، خو دا هېوادونه نه ډاډه کیږي.

دا، چې د سیمې دغه هیوادونه به د دغه تړون په وړاندې نورې څه ډول ستونزې ودروي دا به د تړون په اړه له کیدونکو بحثونو څرګنده شي.
XS
SM
MD
LG