د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

اریافر: د نوي سیسټم له عملي کولو سره به د ملکي ادارو کارکوونکي به کاري خوندیتوب بیدا کړي


د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون وایي، د اصلاحاتو د نوي سیسټم منل او عملي کول به د دې سبب شي، چې د ملکي ادارو کارکوونکي کاري خوندیتوب پیدا کړي.

خو د دغه کمیسیون چارواکي وایي، چې یوشمیر وزیران او د ادارو رییسان له دوی سره همکاري نه کوي او هغه کسان په دندو نه ګماري، چې د ازاد رقابت له لارې انتخاب شوی دي.

د دغه کمیسیون د اطلاعاتو عمومي رییس عزیز الله اریافر د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د ملکي ادارو د پیاوړتیا لپاره دې ته اړتیا شته، چې افغان حکومت د استخدام د نوي سیستم په عملي کولو کې ګټور ګامونه واخلي.

″د اداري اصلاحاتو ټول اجرات الزامي نه دي، بلکه خپله وزارتونه د اصلاحاتو مالکین دي.

د افغان کابینې تګلاره باید تثبیت شي، چې هیڅ یو وزیر او د ملکي خدمتونو مسوول نه شي کولای د ازاد رقابت په بهیر کې مداخله وکړي او کوم کسان چې له دې لارې بریالي کیږي، باید فوراً ومنل شي.

د ملکي خدمتونو د تعیناتو بورډ، باید له ډیر صلاحیتونو څخه برخمن شي.

ځینې وزیران او عمومي رییسان علاقه لري، چې وزارتونو ته خپل ټیم راولي، خو د ازاد رقابت له لارې ټاکل به دغه ټیم مات کړي.″

ښاغلي اریا فر زیاته کړه کوم کسان چې په دې وروستیو کلونو کې د ازاد رقابت له لارې ګمارل شوي ترډیره حده کاري مصونیت لري.

د اداري اصلاحاتو کمیسیون دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې افغان ولسمشر حامد کرزي د دودیزې لویې جرګې په وروستۍ ورځ وویل، چې د هیواد ملکي ادارې کاري خوندیتوب نه لري.

″د افغانستان ادارې قانوني مصونیت نه لري، که نن زما زړه وغواړي، چې فلاني کس باید له دندې لرې شي، نو لرې کولای یې شم، هېڅ څوک نشته چې پوښتنه وکړي چې ولې لرې شو او چیرته ولاړ.

همدا لامل دی، چې په افغانستان کې یوه ښه اداره نه رامنځ ته کیږي.

باید زموږ تکړه او تجربه لرونکي ځوانان راشي، ګډون وکړي او د افغانستان ادارې ته ننوځي.

هیڅ یو مامور باید د شخصي عقدې له مخې له دندې لري نه شي بلکه قانون هغه په دنده وګماري او قانون یې لرې کړي.″

ښاغلي کرزي زیاته کړه، له دې سره سره چې په دې برخه کې زیات کار شوی خو تراوسه هم ځینې کسان د پيژندګلوې له مخې په دندو ګمارل کیږي او په ناحقه توګه له دندې لرې کیږي.

یوشمېر افغان کتوونکي بیا په دې باور دي، چې د افغانستان ادارې په ګوندونو ویشل شوي او همدا لامل دی، چې په ملکي ادارو کې ښه والی نه راځي.

کبیر رنجبر ازادي راډیو ته وویل، چې په ادارو کې د تجربه لرونکو او پوهو کسانو ګمارل به د دې سبب شي، چې ملکي ادارې پرمختګ وکړي.

″اصلاً دغه ادارې د بن د کانفرانس راپه دې خوا د تنظیمونو ترمنځ ویشل شوي، هریوه سهمیه لري، هم ولایتونه ویشل شوي، هم قومندانۍ او هم ولسوالۍ خلاصه دا چې ټولې ادارې ویشل شوي.

په داسې یوه حالت کې د ولسمشر له خوا یوه سیاسي اراده په کار ده، منظور مې دا دی چې دغه سهمیې له منځه یوسي، قومندانان او وزیران د هغو معیارونو پربنا وټاکي، چې هغه لیاقت ولري، تخصص ولري او ملي ګټو ته متعهد وي.″

د افغانستان د اداري اصلاحاتو کمیسیون وایي، چې تراوسه په شلو وزارتونو او خپلواکه ادارو کې د اصلاحاتو نوي سیسټم پلی شوی او له یولکو څخه زیات کسان د ازاد رقابت له لارې په دندو ګمارل شوي.

په ورته وخت کې ویل کیږي، چې په ځینو برخو کې د اداري اصلاحاتو کارونه هم شفاف نه وي او داسې کسان بریالي اعلانوي، چې دوی ورسره پيژندګلوي ولري.

خو دا هغه څه دي چې د دغه کمیسیون چارواکي یې نه مني.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG