د افغانستان د اسلامي تحقیقاتو او علمي مرکز که څه هم د اوس لپاره له امریکا سره ستراتیژیکې اړیکې ضروري بولي، خو وایي، چې دا اړیکې باید د هغو شرایطو په چوکاټ کې وي، چې د دودیزې لویې جرګې له خوا ټاکل شوي.
دغه مرکز د دوشتبې په ورځ په یوه غونډه کې له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو د رامنځ ته کولو په هدف د لویې جرګې د رابللو لپاره د افغان حکومت اقدام وستایلو او په دې برخه کې یې له ولس سره مشوره ضروري وبلله.
د دې مرکز یو غړي سید احمد جمال مبارز له افغان دولت نه وغوښتل، چې له امریکا سره په ستراتیژیکو اړیکو کې د لویې جرګې سپارښتنې په پام کې وساتي.
″د قراردادونو په لاسلیکولو کې باید له دغو اصولو څخه سرغړونه ونه شي، په دې هیله، چې افغان چارواکي او مشران د لویې جرګې شپږ اویا لارښوونې او اصول په خپلو غوږونو کې وساتي او ځان ته دا حق ورنه کړي، چې له هغې تیرې وکړي.″
دغه مرکز، چې تر ډیره د اسلامي مسایلو په اړه تحقیقات کوي دا هم په ډاګه کړه، چې له امریکا سره ستراتیژیکې اړیکې هیڅ راز دیني ممانعت نه لري او د اسلام د تاریخ په رڼا کې یې په دې اړه ځینې بیلګې هم وړاندې کړې.
د هیواد دودیزې لویې جرګې د شنبې په ورځ په دې اړه یو پریکړه لیک خپور کړ، چې په کې له امریکا سره د داسې اړیکو د رامنځ ته کولو لپاره مهم شرایط وړاندې شوي.
د افغانستان د ملي واکمنۍ، دیني ارزښتونو او قوانینو درناوی، د شپې د عملیاتو او د هغو زندانونو افغان لوري ته سپارل، چې د بهرنیو له خوا اداره کیږي، هغه شرایط دي، چې په دې پریکړه لیک کې ځای شوي.
د لویې جرګې په شرایطو کې یو بل ټکې دا هم دي، چې د ستراتیژیکو اړیکو د تړون د مودې تر پوره کیدو پورې باید امریکا د افغان ځواکونو د روزنې او سمبالولو مسوولیت په غاړه واخلي.
د اسلامي تحقیقاتو او علمي مرکز یو بل غړي شمس الحق هاشمزي هم وویل، چې د امریکا له پوځي امکاناتو څخه باید د افغان ځواکونو د روزنې لپاره هم کار واخستلای شي.
″بې له شکه چې نن سبا زموږ هېواد ډېر زیاد د ګاونډیو له تهدیداتو سره مخامخ دی، دا ایجاب کوي، چې په دغه سې یوه زماني مقطع کې موږ ته لاس راکړي، زموږ دفاع وکړي، زموږ د استقلال دفاع وکړي، زموږ له ارضي تمامیت نه دفاع وکړي، زموږ وسله وال پوځ تسلیح او تجهیز کړي.
نو بناءً د دوی راتګ هم به د دوی تقویت وي او به زموږ له استقلال او ارضي تمامیت څخه دفاع وي.″
تر دې مخکې د هیواد د مشرانو جرګې هم د لویې جرګې د سپارښتنو ننګه کړې وه او ویلي وو، چې حکومت او ملي شورا دواړه باید د دغو سپارښتنو په رڼا کې چلند وکړي.
خو د دې برخلاف ځینې کتونکي بیا د ستراتیژیک تړون لپاره د لویی جرګې شرایط خورا سخت بولي او وایی، چې افغان حکومت باید پکې له نرمښت نه کار واخلي.
په هیواد کې موجودې ځینې سیاسي کړۍ او په تیره بیا د ملي جبهې ایتلاف، چې ځان د حکومت سیاسي اپوزسیون بولي که څه هم لویه جرګه د قانون په خلاف عمل بللی، خو له امریکا سره یې د ستراتیژیکو اړیکو مشروط ملاتړ کړی.