د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

"د جګړې د پای ته رسیدو لپاره څو نورو کلونو ته اړتیا شته"


په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن
په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن
په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان وایي، افغان او ایتلافي ځواکونو د امنیت په ښه کیدو کې ثابت پرمختګونه ترلاسه کړي او اوس دې ته اړتیا ده چې دغه پرمختګونه د اوږدې مودې لپاره وساتل شي.

جنرال جان الن له جرمني ډي پي ای خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په افغانستان کې د امریکایي عسکرو او هم په خپله د دې هېواد د امنیتي ځواکونو د شمېر په زیاتیدو سره امنیتي وضعیت ښه شوی او له یوې ورځې نه بلې ته په ښه کېدو دی، د هغه په وینا په دې برخه کې لاس ته راوړنې باید وساتلی شي او دا زموږ هدف دی.

په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونوعمومي قومندان زیاته کړه اوس هغه حالت بدل شوی چې د ناتو ځواکونو مخکینی قومندان یي د په شاتګ خبره کړې وه بلکه برعکس امنیتي حالت د پرمختګ لورته مخه کړې.

جان الن چې په تیرې جولای میاشت کې یي په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونو د قومندانۍ چارې په لاس کې اخیستی، دغه راز وویل، د وسله والو په وړاندې مبارزه کې د ښې حکومت داری او اقتصادي پرمختګ د دوام لپاره وخت ته اړتیا ده او اوس موږ د دې زمینه برابره کړې چې دغه هدف ترلاسه شي.

جان الن وویل، د افغانستان په جنوب کې چې شخړې له هغه ځایه پیل شوې وې، اوس ډیرو خلکو عادي ژوند ته مخه کړې.

د هغه په وینا د طالبانو د بریالیتوب یو اساسي دلیل داو چې دوی له سیمه ییزو خلکو سره نژدی وخو اوس وضعیت داسې نده، په جنوب کې په ډیرو ولسوالیو کې چې پخواطالبانو پرې نفوذ لاره، طالبان اوس هلته له ستونزو سره مخ دی.

هلمند چې یووخت د طالبانو د فعالیتونو اساسي مرکزګڼل کیده، په وروستیو کې د امریکایي عسکرو د شمیرد زیاتوالي په نتیجه کې د دی ولایت امنیتی وضعه ښه شوی. د سیمی یوشمیر اوسیدونکو هم له ازادی راډیو سره په خبروکې له امنیتی حالته خپل رضایت څرګند کړی دی.

د جرمني خبرې اژانس په وینا که طالبانو په جنوب کې یو شمېر مرکزونه له لاسه ورکړی، دوي په وروستیو کې په یو شمېر نورو سیمو کې منظمو او پلان شوېو حملو ته مخه کړې ده.

یوه بیلګه یې په تیرې سپټمبر میاشت کې په کابل کې د ایسف پرقومندانۍ او د امریکاپرسفارت حمله وه. خو جان الن وویل، د افغانستان په کچه نا ارامیو ته په پام سره د کابل حمله په فیصدی کې نه راځی.

په افغانستان کې د ناتو او امریکایی ځواکونو عمومی قومندان د افغانستان دامنیتی وضعیت د ښه کیدو خبره په داسی حال کې کوی چې د ملګرو ملتونو په وروستی راپور کې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د تیرکال د همدی مودی په نسبت په امنیتی پیښوکې په سلو کې د ۳۹ زیاتوالی خبره شوی ده.

خو جان الن وویل، دغه ارقام ځکه توپیرلری چې د نا امنیو د سنجش لپاره زموږ متود سره توپیر لری.

جان الن په کابل کې د دودیزی لویی جرګی یوی سپارښتنی ته په اشاره چې امریکایی ځواکونه دی په افغانستان کې د شپی له خوا عملیات پای ته ورسوی وویل، دی هم د دی ملاتړ کوی چی دغه عملیات دی افغانی بڼه غوره کړی یانی د افغان ځواکونوله خوا دی ترسره شی.

هغه وویل، د شپی له خوا عملیات چې د افغان ولسمشر او په افغانستان کې د ښکیلو هیوادونو د مشرانو ترمنځ د اختلاف یوه منبع بلل کیږی، یوه له مهمو مسلو څخه ده چې افغان اولویدیځ چارواکې پری خبری کوی.

د جان الن په وینا په اوس وخت کې افغان کوماندوځواکونه د شپی له خوا په عملیاتو کې ښکیل دی او دوی په پام کې لری چې د دا ډول عملیاتو لپاره د افغان ځواکونو وړتیا زیاته کړی څو دوی وکولای شی چې په راتلونکې کې په دی برخه کی په خپلواکه توګه اقدام وکړی.

ټاکل شوی ده چې تر۲۰۱۴ کاله پوری ټول بهرنی محارب عسکر له افغانستانه ووځی او افغان امنیتی ځواکونه په بشپړه توګه د هیواد د امنیتی چارو مسولیت ترلاسه کړی.

په افغانستان کې د ناتو او امریکایی ځواکونو عمومی قومندان له دی هیواده د بهرنیو ځواکونووتلو ته په اشاره وویل چې د بهرنیو ځواکونوکمیدل به پرپوځی هڅو اغیز ونکړی ځکه د ده په وینا د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د افغان امنیتی ځواکونو شمیر زیات شی.

خوجان الن د افغانستان د ختیځوسیمو پرامنیتی وضعیت اندیښنه څرګنده کړه او ویی ویل چې پاکستان پولی ته نژدی ختیځی سیمی تراوسه ناامنی دی. افغان او نړیوالو ځواکونو په وروستیو کې د دولت د وسله والومخالفانو په تیره بیا د حقانی شبکې پرضد چې د پاکستان له قبایلی سیمو پرافغانستان حملی ترسره کوی، پراخ عملیات پیل کړی دی.

جنرال جان الن زیاته کړه، زموږ جګړه روانه ده او ښایي د څو نورو کلونو لپاره دوام وکړي.
XS
SM
MD
LG