د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۰۴

"ستراتیژیکې اړیکې به د لويې جرګې د پرېکړو له مخې وڅېړل شي"


افغان چارواکي، د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکارېو په هکله د حکومت د نوېو اجرااتو خبر ورکوي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا اجرا ات به د لویي دودیزې جرګې د پریکړو سره سم وشي:

«څرنګه چې د سیمه ایزې همکارۍ موضوع د بن د کنفرانس د اجندا یوه مهمه ماده ده، د استانبول د کنفرانس جوړېدل او د هغې لاسته راوړنې کولې شي د بن د کنفرانس له بحثونو سره مرسته وکړي.»

موسی زي ، د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتيژیکو همکارۍ پر سند د نوېو بحثونو د پیلیدو په هکله څه ونه ویل.

د افغانستان او امریکا ترمنځ پر اوږد مهال ستراتیژیکو همکاریو په لویه دودیزه جرګه کې په تفصیل سره بحثونه شوي دي.

جرګې په یوه پریکړه لیک کې د یو لړ پیشنهادونو په وړاندې کولو او د شرطونو په ایښودلو سره د دواړو هېوادو ترمنځ د تړون ملاتړ کړی دی.

په پیشنهادونو کې د افغانستان ملي حاکمیت او استقلال ته درناوی ذکر او د شپې له عملیاتو او د کورونو له تالاشي کولو سره په کې مخالفت ښودل شوی دی.

په پریکړه لیک کې دا هم راغلي چې که چېرې کوم هېواد پر افغانستان برید کوي نو امریکا به د افغانستان ترڅنګ ودریږي.

د لویي دودیزې جرګې په پیشنهادونو کې دا هم و چې د امریکا تاسیسات باید د استوګنې له کورونو لېرې په سرحدي سیمو کې جوړ او د دواړو هېوادو ترمنځ سند باید د اعلامیي اعتبار نه، بلکې د یوه پیمان اعتبار ولري.

ویل کیږي چې د جرګې ګډونوالو ته د تړون په هکله د امریکا غوښتنې نه وي ورکړل شوي:

«دلته لوی سوی تفاهم رامنځته شوی، دا ټک ټکی ډیر ښکاره ټکی دی او جمهور ريیس واضح کړی دی.

امریکا له هغه ازاد، خپلواک او با ثباته افغانستان سره اړیکي ټینګول غواړي چې په راتلونکي کې ورڅخه امریکا ته ګواښ پیښ نه شي.»

په دې هکله د لویي جرګی ویانده وایي، امریکا غوښتي و چې د دوي غوښتنې دې پټې پاتې شي.

په دې ورځو کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیزیک تړون په هکله په هېواد کې دننه او بهر تاوده بحثونه روان دي.

خوجمهورریيس کرزی ټولو ګاوڼدیو ته ډاډ ورکوي چې هیچاته به اجازه ورنه کړي چې د افغانانو له خاورې دې، د ګاونډي او یا بل هېواد پر ضد کار واخلي.

خان محمدسیند، کابل
XS
SM
MD
LG