د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۸

کارپوهان:د لويې جرګې په پرېکړه لیک کې ځینې ټکي احساساتي وو


افغان کارپوهان په دې باور دي، چې له امریکا سره ستراتیژیکي اړیکي کولای شي، د افغانستان د امنیت، سولې، پرمختګ او ګاونډیو هېوادونو د لاس وهنو په مخنیوي کې مهم رول ولري.

په دې اړه د لړم پر 25 مه دودیزي لويي جرګې تر دوه ورځو بحثونو وروسته په یوه پرېکړه لیک کې له امریکا سره د ستراتیژیک تړون لاسلیک کول په مشروط ډول تائید کړل.

خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د لویي جرګې له خوا د وړاندې شوو شرايطو ځیني داسې دي، چې ممکن امریکا یې ونه مني.

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو او حقوقو استاد ډاکتر فاروق بشر ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان او امریکايي لوري دواړه باید په خپلو شرطونو کې نرمښت په پام کې ونیسي:

“په دې پرېکړه لیک کې امریکایان ځیني مواد نه شي منلای، د مثال په ډول عراقیانو وویل، که امریکايي عسکر په عراق کې جرم کوي، نو دلته به محکمه کیږي، خو امریکا ونه منله او له عراقه وزي.

ټولې خبرې نه د امریکا منل کیږي او زموږ له خوا هم په احساساتي ډول دا شیان ویل شوي دي، وړاندیز کوم چې افغانستان هم پر خپل دریځ ثابت ولاړ نه وي او باور لرم چې امریکا هم ځیني تعدیلات مني.”

په لویه جرګه کې د افغان ولس تر دوو زرو زیاتو استازو، چې د ستراتیژیک تړون او د سولې پر میکانیزم یې خبرې کولې، په 76 مادیز پرېکړه لیک کې دا تړون د لسو کلونو لپاره منلی او د تمدید یادونه یې هم شوې ده.

د ښاغلي بشر په خبره په پرېکړه لیک کې ځیني نور داسې ټکي هم شته، چې امریکا یې د پوره کولو او منلو وس نه لري.

په پرېکړه لیک کې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی، د افغان ځواکونو روزنه او تجهیز او د افغانستان په بېلابېلو اړخونو کې له امریکا د پرمختګ غوښتنه شوې ده او دا هم ویل شوي، که پر افغانستان کوم بل هېواد برید کوي امریکا به د افغانستان ملګرتیا کوي.

په شرطونو او وړاندیزونو کې افغان ولسمشر حامد کرزي او د جرګې برخوالو ویلي، چې د شپې عملیات به نور نه کیږي.

خو د پوځي چارو پوهان وايي، د پرېکړه لیک دا ماده د افغانستان په زیان ده او په خبره یې چې د شپې عملیاتو د افغانستان او سیمي پر امنیتي حالاتو ښه اغیز کړی دی.

جنرال امرالله امان راته وویل:

(ګومان کوم چې دلته ډیرې تیروتنې شوي دي چې تر نننه پورې چې کوم عملیاتونه شوي دي دا د افغانستان په ګټه باندې شوي دي.)

خو له دې سره امریکا له افغانستان سره د ستراتیژیک تړون او پوځي تاسیساتو د غوښتلو شرطونه تر اوسه نه دي روښانه کړي.

د لویي جرګې د ګډون والو یوه اندېښنه هم دا وه، چې امریکا ولې خپل شرطونه نه دي وړاندې کړي، خو دا هم نه ده معلومه چې امریکا به د افغان حکومت او لويي جرګې وړاندیز شوي شرایط ومني او که یا خو ځینو امریکايي چارواکو دا شرطونه سخت او درانه بللي دي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG