د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

"د ستراتیژیکو اړیکو د تړون وروستۍ پریکړه به ملي شورا کوي"


د هېواد مشرانو جرګه وایي، چې افغان حکومت او ملي شورا باید له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو په برخه کې هغه سپارښتنې په پام کې وساتي، چې د دودیزې لویي جرګې له خوا وړاندې شوي دي.

دغې جرګې د یکشنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه کې په دې اړه د لویي جرګې د پریکړه لیک ملاتړ وکړ او ویي ویل، چې ولس د دې جرګې له لارې له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو په اړه خپل دریځ څرګند کړ.

د دې جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وویل، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د دې تړون په اړه وروستۍ پریکړه به د هېواد ملي شورا کوي:

(اوس د افغانستان ملت خپل حکومت او دولت ته مشوره ورکړه چې دغه مواد په نظر کې ونیسﺉ تاسو دا پیمان وکړی دا د ملت خبره ده اوس چې دا پیمان جوړیږي نو داخو دې موادو نه نه جوړیږي ددې موادو په لارښود کې دا پیمان جوړیږي نو کله چې دا پیمان لاسلیک شو او ملي شورا ته د تایید او تصویب لپاره راځي بیا د ولسي جرګې خپل کار ده او د مشرانو جرګې خپل)

د لویي جرګې په اړه د مشرانو او ولسي جرګې په دریځونو کې څرګند توپیر موجود دي او هغه په دې معنې، چې مشرانو جرګې که څه هم له پیل نه د لویي جرګې ملاتړ کړې، خو ولسي جرګې یي بیا مخالفت کړې وو.

که څه هم د دې تړون په وړاندې د مشرانو جرګې چلند د اټکل وړ دې، خو په دې اړه د ولسي جرګې دریځ بیا هم د فهم وړ نه دې او هغه ځکه، چې خپله دغه جرګه هم د لویي جرګې په اړه په دوو برخو ویشل شوې.

دودیزې لویې جرګې د شنبې په ورځ خپل شپږ اویا ماده ایز پریکړه لیک اعلان کړ، چې څلورپنځوس یي د ستراتیژیکو او پاتې یي د سولې د بهیر ته ځانګړې شوي.

که څه هم زیاتره سناتورانو د پریکړه لیک له موادو سره موافقه درلودله، خو ځینو یی بیا وړاندې شرایط سخت بلل، چې د امریکا لخوا یی منل ګران وي.

سناتورانو د دې جرګې د غړې بلقیس په هغه چلند هم خواشینې څرګنده کړه، چې د لویی جرګې د پای غونډې ته یی د ولسمشر کرزي له وینا وروسته کړې وو.

خو میرمن بلقیس له خپله دریځه ننګه وکړه او ویویل، چې ددې یوازنۍ غوښتنه د ستراتیژیکو اړیکو په اړه د امریکا د شرایطو واضح کول وو:

(زما نظر دا وو، چې موږ په یو اړخیز ډول نشو کولې د هغې مسئلې په اړه خبرې وکړو، چې د مقابل لوري دریځ ندې څرګند.

زمونږ ځمکه غواړي ابادي پرې کوي په میلیارډونو ډالره پرې لګوي، خو دا نده څرګنده، چې دا هر څه وړیا کوي. ما له مجددی صاحب سره هم پدې اړه خبرې وکړې، هغوی وویل، چې زمونږ زور نه رسیږي.

دوي باید د خلکو د یوې استازې په توګه زما د پوښتنې ځواب راکړی وای او کله یی، چې راته وویل، چې مایکروفون ته ورشه نو نه پوهیږم، چې ولې د یوې ښځې له غږه دومره ویره موجوده ده. )

دا جرګه په کابل کې په داسې حال کې پرانیستل شوه، چې نه یوازې یی د ایران او پاکستان په څیر ګاونډیو هیوادونو یی مخالفت کاوه، بلکه وسله والو مخالفینو هم خبردارې ورکړې وو، چې په جرګه به حمله وکړي.

که څه هم له لویی جرګې مخکې په سیمه کې د یوې ځان وژونکې حملې هڅه شوې وه او د جرګې په دویمه ورځ دوه توغندي هم راغلي وو، چې د ښار په څلورمه ناحیه کې لږیدلي وو، خو د کابل پولیسو د حمله کوونکو د نیولو خبر ورکړ.

خو مشرانو جرګې د امنیتي ځواکونو تدابیر د ستاینې وړ وبلل او ویویل، چې د شتوګواښونو سره سره بیا هم کومه ستونزه رامنځ ته نشوه.
XS
SM
MD
LG