د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

"په امن کې د لويي جرګې ترسره کیدل د امنیتي ځواکونو بریا وه"


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي وویل،مخالفو وسلوالو او ځینې استخباراتي ادارو هڅه کوله چې د دودیزې لويې جرګې د جوړېدو مخه ونیسي او یا یي ګډه وډه کړي
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي وویل،مخالفو وسلوالو او ځینې استخباراتي ادارو هڅه کوله چې د دودیزې لويې جرګې د جوړېدو مخه ونیسي او یا یي ګډه وډه کړي
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي په سوله او امن کې د دودیزې لویې جرګې ترسره کیدل د افغانستان د امنیتي ځواکونو یوه بریا بللې او هیله یي ښودلې، چې افغان امنیتي ځواکونه په په نژدې راتلونکې کې د دې وړتیا پیدا کړي چې د هېواد ټولې امنیتي چارې په خپله سنبالې کړي.

ښاغلي محمدي زیاته کړه، چې افغانستان د حکومت مخالفو وسلوالو او ځینې استخباراتي ادارو هڅه کوله چې د دودیزې لويې جرګې د جوړېدو مخه ونیسي او یا یي ګډه وډه کړي.

خو افغان امنیتي ځواکونه وتوانیدل، چې د جرګې د سیمې او جرګې ته د راغلیو میلمنو ساتنه وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي د شنبې د ورځې په ماښام خبریالانو سره د خبرو پر مهال د افغان امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه او ویي ویل:

((د افغانستان د خلکو دښمنان، یو شمېر ټاکلي کړۍ او ټاکلي هېوادونه او د سیمي استخبارات ټولو دې ته سره لاس یو کړی و، چې د دې مهم کار مخه ونیسي، خو له نیکمرغه، لومړی د خدای په مرسته، بیا د افغانستان د خلکو په مرسته او بیا د امنیتي ځواکونو په مرسته چې په کې ملي اردو، ملي پوځ، ملي امنیت او د جمهوري ریاست د ساتنې ادارې شاملې دي په یوه بشپړه هم غږۍ کې کار وکړ او یو د بل تر څنګه ودریدل او توانیدل چې د دې جرګې امنیت وساتي.))

د کورنیو چارو وزیر وویل، په دې کار سره افغان امنیتي ځواکونو د دښمنانو د ګواښونو سره سره دا په ډاګه کړه چې کولای شي د خپلو مشرانو او خپلو خلکو ساتنه وکړي.

نوموړي د افغانستان د امنیتي ځواکونو پیاوړتیا ته په اشارې وویل، چې په افغان امنیتي ځواکونو کې د پام وړ بدلونونه راغلي او هیله یې وښوده چې ډیر زر به وتوانیږي د ټول هېواد د امنیت چارې په خپله افغان امنیتي ځواکونه سنبالې کړي.

ښاغلي محمدي د جرګې په ورځو کې د امنیتي تدابیرو له کبله د کابل ښاریانو ته د پېښو ستونزو یادونه هم وکړه او ویې ویل، دا چې کابل ښاریانو دا ستونزې وزغملې او له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي د کابل د استوګنو منندوی دی.
XS
SM
MD
LG