د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۴۲

″په ۱۴ ولایتونو کې خلک له سختې وچکالۍ سره مخ دي″


د کرنې وزارت اداري مرستیال محمد سلیم کندزي
د کرنې وزارت که څه هم د اکسفام موسسې د رپورټ په اړه خپله بې خبري څرګنده کړه، خو دا خبرداری یې ورکړ، چې په روان ژمې کې به په ټول هیواد کې له اوو میلیونو زیات خلک د لوږې له ګواښ سره مخامخ وي.

د دې وزارت اداري مرستیال محمد سلیم کندزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې سږکال د څوارلسو ولایتونو، چې شمال، شمال ختیځ او یوشمېر مرکزي ولایتونه دي، وچکالۍ ځپلي دي.

نوموړی اندیښنه ښیي، چی د موجوده وچکالۍ له کبله ښایي په هیواد کې د لوږې له ګواښ سره د مخ کیدونکو خلکو شمیر زیات شي.

″پرون یا هغه بله ورځ د اکسفا د موسسې له خوا چې کوم راپور خپور شوی دی، جزیات یې تر اوسه پورې ما نه دي اخیستي، خو بیا هم تقربیاً سږکال د بارانونو کمو اورښتونو زموږ څوارلس ولایتونه، له ستونزې سره مخامخ کړي، چې په دې کې د انساني او حیواني د خوړو کمیښت دواړه روښانه شوي دي، بیا په دې کې هغه ارقام، چې موږ را ټول کړي، دوه اعشاریه شپږ میلیونه یې صرف بزګر او مالدران دي، نور په مجموع کې اوه میلیونه وګړي یادیږي، چې په نورمال ډول له فقر سره مخامخ دي.″

دا له هغه څه زیات دي، چې د اکسفام او د ماشومانو د ساتنې د موسسې په رپورټ کې ورته اشاره شوې.

په دې رپورټ کې ویل شوي، چې په سږ کال ژمي کې شاوخوا درې میلیونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي.

خو د افغانستان د کرنې وزارت وایي، چې دوی د سږکال لپاره د لوږې له ګواښ او د وچکالۍ سره د مبارزې له نړیوالې ټولنې، څخه د پنځه سوه څلور پنځوس میلیون ډالرو د مرستې غوښتنه کړې، چې دا مرستې یواځې د ژمنې تر حده دي او په لاس کې هیڅ نه لري.

دا وزارت همدا راز وایي، چي په څوارلسو هغو ولایتونو کې چې خلک یې د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي څلویښت زره ټنه غنم او پنځه زره ټنه وریجې ځای په ځای کړي او همدا راز د مالدرانو لپاره یې هم حیواني خواړه په پام کې نیولي دي.

له بل لوري، د کلیو او پراختیا وزارت هم په هیواد کې د وچکالۍ له امله د ځپل شویو خلکو د شمیر لوړ والی مني، خو وایي، چې دوی د وچکالي د زیات زیان د مخینیوي لپاره پروګرامونه په پام کې نیولی دی.

د دی وزارت د ټولنیز خوندیتوب مشر نصیر احمد پوپل وایي.

″موږ د هغه پروګرام له مخې، چې د کار په مقابل کې خواړه دي، د دغو خلکو لاس نیوی کولای شو.

د هغو سمیو خلک د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي، چې غرني دي، لیرې پراته دي او که غرني هم نه دي، لکه فاریاب او جوزجان په شان ولایتونو کې هم خلک د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي.″

د کرنې وزارت د بدخشان، غور، بادغیس،هرات، دایکندي، بامیان او ځینې نور ولایتونه هغه سیمې بولي، چې د تیر کال د کم ورښتونو له امله وچکالي ډيرې ځپلې دي.

د رپوټونو له مخې په یوشمیر ولایتونو کې د بزګرانو، فصلونه، وچکالي له منځه وړي د غنمو او نورو خوراکي موادو بیې لوړی شوي دي.

که څه هم چارواکي وایي، چې د لوږي له ګواښ سره د هغو غرنیو ولایتونو اوسیدونکي دي، چې د اورښتونو له امله یې لارې ژر بندیږي.

دا لومړی ځل نه دي، چې په افغانستان کې خلک د لوږی له ګواښ سره مخامخ دي، له دې مخکې هم د تیرو کلونو په ژمیو کې خلک له شدیدې لوږې سره مخامخ شوي وو چې د یوشمېر رپوټونو له مخې، ځینې یې د وښو خوړلو ته اړ شوي وو.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG