د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۰

کهر: پاکستان د افغانستان په ارتباط هیڅ کومه پټه ګټه نه لري


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، دا ډیره مهمه او ضروري ده، چې ټول له ترهګري سره د مبارزې په برخه کې په ګډه اقدام وکړو.

هغه زیاته کړي په افغانستان د سولې او ثبات د رواستو لپاره پاکستان ډیر اهمیت لري.

د وېسټر ویلې دا سفر په داسې وخت کې شوی چې په راتلونکو دریو اونیو کې به څه باندې د سلو هېوادونو استازي د افغانستان په اړه په کنفرانس کې د ګډون لپاره د ده هیواد ته ځي.

ټاکل شوې، چې څه باندې د سلو هیوادونو استازي د افغانستان د راتلونکي په اړه کنفرانس کې ګډون وکړي.

په اسلام اباد کې له وېسټر ویلې سره د ده پاکستانۍ سیالې میرمن حنا رباني کهر وویل: هیواد یې د افغانستان په ارتباط هیڅ کومه پټه ګټه نلري. هغې غوښتنه وکړه، چې د پاکستان، افغان ورونه دي پر پاکستان نیوکې یوې خواته پریږدي او ډیره پاملرنه دې همکارۍ ته واړوي.

کابل په دې اند دی، چې طالبان د پاکستان له خاورې پر افغانستان بریدونه کوي.

لویدیځو خبري رسنیو تر اوسه څو ځلې خبرونه خپاره کړي، چې د پاکستان استخباراتي اداره ای. اېس. ای له افغان طالبانو سره مرسته او همکاري کوي.

افغان ولسمشر، حامد کرزي د اسټانبول په کنفرانس کې وویل، هیله من دی د طالبانو مشران له سیمزو شبکو څخه خپل ملاتړ قطع کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې خپل جرمني سیال ته وویل، د افغانستان له خوا د دې مسالې په اړه کوم کره ثبوت نه دی مطرح شوی.

میرمن رباني وویل، تر هغه حده چې ممکنه ده پاکستان مشران په دې برخه کې مسوولانه عمل کوي.

تمه کیږي، چې د بن په دوهم کنفرانس کې به یوه عمده مساله د افغانستان د ثبات لپاره د ګاونډیانو پر نقش خبرې وي.

په دې کنفرانس کې به د نړۍ د پنځه شپیته هیوادونو څه باندې سل استازي ګډون کوي. د بن دوهم کنفرانس د افغانستان د راتلونکي لپآره ډیر مهم بلل کیږي.
XS
SM
MD
LG