د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۵۹

م.م د ایران د اټومي پروګرام پرضد پرېکړه لیک تصویب کړ


له ایراني مقاماتو هم غوښتل شوې دي، چې په کامله توګه بې له ځڼډه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

په داسی حال کې چې د ایران د اټومي وسلو د پراختیا له امله اندیښنې مخ په زیاتیدو دي، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د ایران د اټومي پروګرام په اړه یو پریکړه لیک تصویب کړ.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې، د ملګرو ملتونو د اټومي څارونکو له خوا پرون داسې یوپریکړه لیک تصویب شو، چې په کې د ایران د اټومي پروګرام د پراختیا په اړه ژوره او مخ په زیاتیدونکې اندیښې څرګندونه شوې ده.

دا پرېکړه لیک تر هغه وروسته رامنځته شو، چې تیره اونۍ د نړیوالې اټومي انرژۍ یوه راپور کې راغلي وو، داسی ښکاري، چې ایران د اټومي بم په جوړولو کار کړی او ممکنه ده، چې لا به هم په پټه د دې کار د ختمولو لپاره څیړنه کوي.

په پریکړه لیک کې راغلي دا د ایران او اټومي انرژي د نړیوالي لپاره ډیره مهمه ده، چې یو تر بله خبرې اتري پیاوړي کړي. له ایراني مقاماتو هم غوښتل شوې دي، چې په کامله توګه بې له ځڼډه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د دې پریکړه لیک له متن سره د نړې شپږ قدرتونه موافق دي. د نړۍ په شپږو قدرتونو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پینځه دایمي غړي (چین، روسیه، امریکا، فرانسه او بریتانیا) او جرمني شامل دي او دوی په هغو خبرو کې برخه درلوده، چې هدف یې ایران د اټومي لانجې حل و.

په پریکړه لیک کې ایران ته کوم ضرب لااجل نه دی ټاکل شوی. د دې پرځای د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې له مشر یوکیا امانو څخه غوښتنه کوي؛ چې دې شورا ته د مارچ په میاشت کې د ایران له خوا د دې پریکړه لیک د اجراتو په اړه ریپورت ورکړي.

د دې پریکړه لیک له تصویبدو څخه وروسته ایران وویل، دا هېواد به د نړیوالې اټومي ادارې په لویه غونډه کې چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ جوړه شي ګډون ونه کړي.

ټاکل شوې چې په دې غونډه کې له اټومي وسلو څخه د یوه خلاص منځنی ختیځ په اړه د ایران له استازي علي صالحې سره په ویانا کې خبرې وشي؛ خو د دې پریکړه لیک او همدا شان له دې امله چې اسراییل اټومي وسلې په اختیار کې لري ایران نه غواړي، چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د ایران د اټومي لانجې پر سر مخ په زیاتیدونکو جنجالونو دا اندیښنې زیاتي کړي، چې ممکنه ده اسراییل د دې لپاره د ایران داټومي وسلو د پراختیا مخه ونیسي پوځې اقدام وکړي.

د متحد ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیتا پرون وویل، هغه به د اسراییل د دفاع وزیر ایهود باراک سره په کاناډا کې د امنیتي غونډې تر څنګ د خبرو پر مهال پر ایران د هر ډول پوځي اقدام د اقتصادي پایلو یا نتیجو په اړه د متحد ایالاتو د مخ په زیاتیدونکو اندیښنو په اړه خبرې وکړي.

د ایران دولتي خبري اژانس وايي، د ایران پوځي ځواکونه د هوايي دفاع د څلور ورځنو تطبقاتو لپاره تیاری نیسي څو د ایران د اټومي تاسیساتو پرضد د بالقوه خطرنو ته تیاری ولري.
XS
SM
MD
LG