د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۹

د نړۍ لوى قدرتونه پر ايران فشارونه زياتوي


لویدیځ ډيپلوماټان وايي، د نړۍ لویو قدرتونو پر هغه پرېکړه لیک توافق کړی چې له مخې یې پر ایران فشارونه زیاتېږي څو د خپل لانجمن اټومي پروګرام له وجې د نړیوالو زیاتېدونکو اندېښنو ته یو څرګند ځواب ووايي.

د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د پرېکړه لیک معنا دا ده چې جرمني او د امنیت شورا دایمي غړي، امریکا، روسیه، برتانیا، فرانسه او چین د ایران د اټومي پروګرام له وجې په اندېښنو کې ځان شریک بولي.

په مسوده کې ویل شوي، دا مهمه ده چې ایران او د اټومي انرژۍ نړیواله اداره په خپلو کې خبرې اترې پراخې کړي او له ایران څخه هم غوښتنه شوې ده چې د ټولو ښودل شویو معلوماتو، اسنادو، سیمو او کسانو په اړه له تحقیقاتو سره مرسته وکړي.

له دې مخکې د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر یوکیاامانو وړاندیز کړی و چې د ایران په اړه د دې ادارې په راپور کې د یادوشویو اندېښنو د روښانو لپاره دې د دې ادارې یو هیات ایران ته سفر وکړي:

”ترلاسه شوي معلومات ښيي چې ایران داسې فعالیتونه کړي چې د چاودېدونکو اټومي موادو له تولید سره رابطه لري. له دې معلوماتو ښکاري چې له ۲۰۰۳ کال مخکې هم دا فعالیتونه او پروګرام موجود وو او د هغو یوه برخه ښايي اوس هم دوام ولري“

امانو په ویانا کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د رییسه هیات د دوه ورځنۍ غونډې په پرانیستونکو مراسمو کې خبرې کولې.

له بلې خوا متحدوایالاتو هیله ښودلې چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشرتابه هیات به ایران ته په دې اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنې ورسوي. د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاند مارک ټونر پرون په دې اړه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:

”موږ هیله من یو چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشرتابه هیات به ایران ته زموږ دا ګډ او جدي پیغام ورسوي چې باید خپل اټومي پروګرام شفاف کړي“

د لویدیځو مطبوعاتو د راپورونو له مخې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې یا IAEA له خوا د ایران پرضد د پرېکړه لیک مسوده د نورو بندیزونو د لګولو لپاره امنیت شورا ته نه راجع کېږي.
XS
SM
MD
LG