د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

ولې ګاز پلورونکي په ټاکلي بیه ګاز نه پلوري؟


د کابل ګڼ شمېر ښاریان د سوداګرۍ پر وزارت انتقاد کوي چې د ګازو ټاکلي بیه یي کنترول کړې نه ده.

دوي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، سره له دې چې د سوداګرۍ وزارت په کابل ښار کې د ګازو بیه ټاکلې او اعلان يي کړې ده، خو لیدل کیږي چې د ښار په هره سیمه کې د ګازو بیه مختلفه او له ټاکلي بیې پورته ده:

«همدا اوس مې په نوي افغانۍ یوکیلو ګاز واخیستل، مالدار یي وسه لري خو زموږ مشکلات زیات دي، دولت ته پکار ده چې په دغه سوړ موسم کې د ګازو او د سون د نورو موادو بیي کنټرول کړي.»

د کابل ښارعادي اوسیدونکي د دوي د ضرورت وړ ګاز له لویو شرکتونو څخه نه بلکې په ښار کې دننه له وړو دکانونو څخه اخلي.

ګاز پلورونکي وایي، دوي یي له لویو واردوونکو شرکتونو څخه په لوړه بیه اخلي او په لوړه یي خرڅوي، یو دکاندار حمید وایي:

«د ګازو د بیو د لوړوالي د لویو واردوونکو شرکتونو کار دی، دوي پرې بیی ږدي او بیا د ښار په نورو دکاندارو پلوري.

که موږ یي له شرکتونو څخه ارزانه واخلو ارزانه یي خرڅوو، خو اوس یي ګران اخلو او ګران یي خرڅوو.»

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت څو ورځې مخکې د مالیي له وزارت او د ګازو له واردوونکو شرکتونو سره د خبرو او مشورو وروسته د کابل په ښار کې د یو کیلو ګازو بیه پنځه پنځوس افغانۍ وټاکله او له ټولو ګاز پلورونکو څخه یي وغوښتل چې ګاز دې پر ټاکلي بیه وپلوري.

په دې هکله د سوداګرۍ وزارت ویاند وحیداله غازي خیل ازادۍ رادیو ته وویل:

«موږ دا تمه نه لرو چې د ګازو بیه دې، په یوه اوونۍ کې سل په سلو کې پلي شي، موږ د ګازو د بیو کنترول ته تدابیر جدي کړی دی.

ګاز پلوروونکو ته خبرداری، بیا ورته اخطار ورکوو او که په دې هم ونه شوه بیا یي جریمه او ان د ګاز پلورلو حق ورڅخه اخلو او قانوني چلند ورسره کوو.»

غازی خیل وویل، په دې وروستیو کې د ګازو بیي په نړېوالو مارکیټونو کې هم پورته شوي او له بلې خوا افغان سوداګر نه حاضریدل چې د مالیي د وزارت لوړې ګمرکې تعرفې ومني، خو د سوداګرۍ وزارت د مالیي له وزارت سره د مشورې وروسته پر واردوونکو مالیي بیرته کښته او پر دوي یي ومنله چې هېواد ته د ګازو له واردولو لاس نه اخلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د موادو له ټاکلو بیو سرغړونه کیږي بلکه له دې مخکې هم څو څو ځلي د سون او خوراکي موادو لپاره دولت بیې ټاکلي خو عملي شوي نه دي.

د سوداګرۍ وزارت ډاډ ورکوي، چې د ګازو د بیو لوړیدل موقتي پېښه ده او په لږه موده کې بیرته ځای ته راشي.

خان محمدسیند، کابل
XS
SM
MD
LG