د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

عرب ليګ سوريې ته درې ورځې ضرب الاجل وټاکه


په سوريه کې د مظاهرو يوه صحنه
په سوريه کې د مظاهرو يوه صحنه
عربي اتحاديې يا عرب ليګ د سوريې حکومت ته درې ورځې وخت ورکړى چې پر مظاهره چيانو خونړي فشارونه ودروي.

دې ټولنې چې تېره اوونۍ يې د سوريې غړيتوب وځنډاوه، ګواښ کړى که چېرې دمشق خپل دريځ بدل نه کړي، ښايي بنديزونه ورباندې ولګول شي.

د عرب ليګ يا عربي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو د بشارالاسد حکومت ته درې ورځې وخت ورکړى چې پر حکومت ضد مظاهرو خپل خونړى فشار ختم او څارونکو ته د وضعيت د څارنې وخت ورکړي.

دې ټولنې ګواښ وکړ که چېرې د سوريې رژيم همکاري ونه کړي، نو ښايي مالي بنديزونه ورباندې ولګوي. دغه اعلان پرون د مراکش په رباط کې د عرب ليګ د بېړنۍ غونډې په پاى کې وشو، په دې غونډه کې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داود اوغلو هم برخه درلوده.

د قطر صدراعظم شيخ حمد بن جاسم الثاني تر غونډې وروسته يوه خبري کنفرانس ته وويل د سوريې د رژيم په وړاندې د عرب هېوادونو حوصله نوره ختمېدونکې ده:

”موږ دا نه شو منلاى چې خلک دې په سوريه کې داسې ووژل شي، پرته له دې چې د وينې بهېدنې، نور تاوتريخوالي او وژنو د مخنيوي لپاره مداخله وشي. دغه وجه ده چې موږ داسې يوه سخته پرېکړه وکړه، ځکه موږ په سوريه کې د خپلو وروڼو د وينې د ساتنې مسوول يو. نو موږ د سوريې له حکومت څخه غواړو خپلو هغو ژمنو ته وفا وکړي چې له عرب ليګ سره يې په موافقه کې کړې وې، چې هغه د امن او ثبات د ساتنې او ښه راتلونکي لپاره د سوريې له لوري د بحران ختمول دي“

د الثاني له قوله دا هم ويل شوي، د دمشق د نه همکارۍ په صورت کې به ورباندې بنديزونه ولګول شي.

راپورونه وايي عرب ليګ نن له خپلو کارپوهانو غوښتي چې پر سوريې د اقتصادي بنديزونو لپاره د يوه پلان مسوده برابره کړي، چې هدف يې سوريه پر مظاهره چيانو د خونړيو فشارونو درولو ته اړ کول دي.

د عربي ټولنې ٢٢ غړو دغه راز په سوريه کې د ملکيانو د ساتنې لپاره د ”بېړنيو اقداماتو“ غوښتنه کړې او دا يې هم ويلي چې دوى د هر ډول ”بهرنۍ مداخلې“ مخالف دي.

عرب ليګ تېره شنبه د سوريې غړيتوب وروسته تر هغه وځنډاوه، چې سوريې له عرب ليګ سره د سولې د موافقې شرايطو ته درناوى ونه کړ. په دې موافقه کې له سوريې څخه غوښتل شوي وو، چې له ناکرارو ښارونو خپل ټانکونه وباسي او پر مظاهره چيانو خپل بريدونه ودروي. په هغه پلان کې له دمشق څخه دا هم غوښتل شوي وو، چې په دوو اوونيو کې له مخالفانو سره خبرو ته کښېني.

سوريې په عرب ليګ کې د خپل غړيتوب ځنډول خطرناک اقدام وباله، خو واشنګټن يې هرکلى وکړ، مسکو بيا دا اقدام ناسم وګاڼه.

په نړيواله صحنه کې هم د سوريې د منزوي کېدو په لړ کې فرانسې او مراکش دواړو له سوريې څخه نن خپل سفيران وايستل.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير الين ژوپې وويل، ”نوى تاوتريخوالى کېږي چې په لاذقيه او حلب کې د ماموريتونو د درولو او پاريس ته زموږ د سفير د راغوښتلو سبب شو“

د ژوپې اشاره د فرانسې پر ډيپلوماتيکو ودانيو، دغه راز د سعودي عربستان او ترکيې پر ډيپلوماتيکو مرکزونو د څو ورځې مخکې بريدونو ته وه.

راپورونه وايي په سوريه کې نن د مراکش، عرب اماراتو او قطر پر سفارتونو هم د حکومت پلوه کسانو له لوري بريدونه شوي دي.

بله خوا په انقره کې د ترکيې ولسمشر عبدالله ګل پر خپل سفارت د بريدونو د دوام په وړاندې د عواقبو خبردارى ورکړ:

”په سوريه کې پر خپل حضور خپلو ملکيانو، سفارت، ډيپلوماتانو او ډيپلوماتيکو ماموريتونو دغه بريدونه نه شو زغملاى. موږ دغه بريد په شدت سره غندلى دى. که چېرې دوى ضروري اقدامات ونه کړي او دا پېښه بيا تکرارېږي، زموږ عکس العمل به بېل وي“

په ورته وخت کې راپورونه وايي د سوريې د پوځ تښتېدلو سرتېرو مرکز دمشق ته نژدې پر استخباراتي مرکزونو بريد کړى، د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو لږ تر لږه ٦ غړي يې وژلي دي.

فعالان وايي د پوځ تښتېدلو سرتېرو، دغه راز - په حما ښار کې پر يوه پوسته د بريد په نتيحه کې ٨ سرتېري وژلي او په لسګونو نور ټپيان کړي دي.
XS
SM
MD
LG