د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

پر کابل ښار د توغنديو ويشتونکى نيول شوى


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، نن سهار دوه توغندي په کابل ښار کې ولګیدل.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل، چې یو توغندی د سرسبزي په څلور لارې او بل د باغ بالا په سیمه کې لګیدلی چې یو ملکي کس په کې سطحي ټپي شوی دی.

د حزب اسلامي یوه ویاند زبیر صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه توغندي دوي توغولي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي، چې تیره شپه یې د جرګې په سیمه یو توغندی توغولی چې امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کابل امنیې قومندانۍ وایي، هغه کس یي ونیوه چې نن سهار یي په کابل ښار توغندي وتوغول.

له دغې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ، دغه کس د کابل ښار د حسن ګوساله له پله څخه دوه توغندي د جرګې په خوا ور وتوغول چې وروسته پولیسو سیمه کې پلټنې پيل کړې او دغه کس یې ونیوه.
XS
SM
MD
LG