د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۴

ولسمشر کرزي له امریکا سره سټراټیژیک سنډ ډېر ګټور وباله


حامد کرزي څرګنده کړه، چې له نړۍ سره د افغانستان اړیکې مهمې اوحیاتي دي او باید چې له پامه ونه غورځول شي.
حامد کرزي څرګنده کړه، چې له نړۍ سره د افغانستان اړیکې مهمې اوحیاتي دي او باید چې له پامه ونه غورځول شي.
ولسمشرکرزي په دودیزې لویې جرګې کې په خپله پرانستونکې وینا کې له امریکا سره ستراتیژیک سند ګټور اومهم وباله خو د دې لپاره یې مهم شرایط هم وړاندې کړل.

جمهور رییس کرزي په تیرو لسو کلونو کې د خپل حکومت او نړیوالې ټولنې لاس ته راوړنو او ستونزو ته هم ګوته ونیوله او ویې ویل؛ چې له دې وروسته د حکومت ترڅنګ موجوده موازې ادارې باید له مینځه ولاړې شي.

کرزي څرګنده کړه، چې له نړۍ سره د افغانستان اړیکې مهمې اوحیاتي دي او باید چې له پامه ونه غورځول شي:

″له دنیا سره باید داسې تعلقات ولرو، چې دا تعلقات په دې سیمه کې، په دې منطقه کې او په دې جهان کې زموږ د عمومي ثبات ضمانت وکړي، چې څو پلا له خطراتو سره مخامخ شوی دی.

نو دهمدې لپاره موږ هم له انګلستان سره، هم له فرانسې سره، هم له اروپايي ټولنې سره او هم له ناټو سره خاضر یو او خوښ یو چې سټراټیژیک تړون لاسلیک کړو.″

دغه راز ولسمشرکرزي په افغانستان کې د امریکا پوځي تاسیسات د افغان امینتي ځواکونو اوپه دې هیواد کې د اقتصادي پرمختګ لپاره هم مهم وبلل، خو څرګنده یې کړه، چې د دې لپاره ځینې مهم شرطونه هم شته چې باید امریکا یې ومني.

ځیني نور هېوادونه هم له افغانستان سره سټراټیژیک اړیکې غواړي:

جمهور رییس کرزي وویل، پر امریکا سربیره د نړۍ ځینونورو مهمو سازمانو او هیوادونو هم له افغانستان سره په ورته توګه د ستراتیژیکو اړیکو د لرلوغوښتنه کړې:

″شرایط مو دا دي، چې امریکا او ناټو دې په افغانستان کې د افغانستان د خلکو د کورونو تلاشي پریږدي، موږ پر خپلو کورونو د شپې عملیات نه منو، قطعاً یې نه منو، په افغانستان کې د افغان ادارو سره د خارجیانو موازي ادارې نه منو. افغانستان پوییږي او حکومت یې پوییږي.

موږ د خپل ملي حاکمیت تثبیت په هر عنوان یې غواړو او سر له ننه یې غواړو.″

دا چې دا سوله څنګه وکړو، په څه ترتیب یې وکړو، له چا سره یې وکړو، له طالبانو سره خبرې وکړو، که زموږ له ګاونډي ورور هېواد پاکستان سره خبرې وکړو، دا داسې مساله ده، مشوره راکړﺉ، په حقیقت کې دا ستاسو صلاحیت دی.

ولسمشر کرزی

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې د امریکا پوځي تاسیسات پردې هیواد اودغه راز پرګاونډیو او د سیمې پرهیوادونو اغیزې لري خو ویې ویل، چې د دې ستراتیژیک سند د لاسلیکولو په صورت کې به دا تاسیسات هیڅکله د ګاونډیو او سیمې د هیوادونو پرضد نه کارول کیږي.

ولسمشر کرزي د افغانستان په ستونزو چې ګاونډي هیوادونه او دغه راز نړیواله ټولنه هم ملامته وبلله او ویې ویل، چې د ګاونډیو هیوادونو د برترۍ غوښتنې او د امریکا او نړیوالې ټولنې د بې پروایي له امله په دې هیواد کې جنګونو او روانو ستونزو زور واخیست.

د افغانستان ولسمشر پر سولې ټینګار وکړ، خو د دودیزې لویې جرګې ګډونوالو ته یې وویل، چې افغان حکومت ته سلا مشوره ورکړي، چې له وسله والو مخالفانو سره د سولې خبرې څنګه او په څه ډول پرمخه ولاړې شي:

″دا چې دا سوله څنګه وکړو، په څه ترتیب یې وکړو، له چا سره یې وکړو، له طالبانو سره خبرې وکړو، که زموږ له ګاونډي ورور هېواد پاکستان سره خبرې وکړو، دا داسې مساله ده، مشوره راکړﺉ، په حقیقت کې دا ستاسو صلاحیت دی.

تاسو هدایت راکړﺉ، چې زموږ له نظره د سولې پروسه دې په دغه ترتیب پر مخ ولاړه شي، په دې باید تجدید نظر وکړو، چې څنګه دا کار وکړو.″

Wزه په دې ډېر باوري نه یم، چې ولسمشر کرزي دې د جرګې په پای کې، هغه څه ترلاسه کړي، چې دی یې غواړي، ځکه د منظقې استخباراتي کړۍ په دغو تېرو درېو میاشتو کې دومره فعالې وې، چې هغو دوی هغو ذهنیوتونو ته سمت او مسیر ورکړی دی.

اسحاق اتمر

سره له دې چې ویل کیږي، ولسمشر کرزي د دودیزې لویې جرګې په پرانستونکې وینا کې منظمې او پربیلابیلو مسایلو متمرکزې خبرې وکړې، خو ځینې سیاسي کتونکې وایي، چې د هغه نننۍ څرګندونې احساساتي وې.

د سیاسي چارو کارپوه محمد اسحاق اتمر همدې ټکي ته په اشاره وایي، چې د سیمې د استخباراتي شبکو کړیو فعالیتونو ته په کتو سره ګمان نه کوي، چې ولسمشر کرزی له دې دودیزې لویې جرګې څخه هغه څه ترلاسه کړي، چې ورته تمه لري:

″زه په دې ډېر باوري نه یم، چې ولسمشر کرزي دې د جرګې په پای کې، هغه څه ترلاسه کړي، چې دی یې غواړي، ځکه د منظقې استخباراتي کړۍ په دغو تېرو درېو میاشتو کې دومره فعالې وې، چې هغو دوی هغو ذهنیوتونو ته سمت او مسیر ورکړی دی.

متعجب یم، چې څنګه هغه کسان دلته رابلل شوي دي، چې په دې نه پوییږي، کله چې پاکستان اټومي شي، افغانستان ته یې ګټې څه دي.″

دودیزه لویه جرګه د ولسمشرکرزي په پرانستونکې وینا د چهارشنبې په ورځ پرانستل شوه او ټاکل شوې، چې په څلویښتو کاري کمیټو کې د دې جرګې څه باندې دوه زره غړي د څلورو ورځو لپاره پردې چې افغانستان له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړي او که نه او دغه راز له وسله والو مخالفانو سره د سولې خبرې اترې څنګه پرمخ ولاړې شي پراخ بحثونه اوخبرې اترې وکړي.
XS
SM
MD
LG