د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

سروې: په افغانستان کې د طالب وسله والو ملاتړي ډېر کم شوي


په سلو کې ۳۸ پوښتل شویو کسانو په ټول هېواد کې نا امني خپل لوی مشکل ګڼلی دی.
په سلو کې ۳۸ پوښتل شویو کسانو په ټول هېواد کې نا امني خپل لوی مشکل ګڼلی دی.
د ایشیا فونډیشن له خواترسره شوې دغه سروې چې د امریکا حکومت هم تمویل کړې، څرګندوي، چې په افغانستان کې ۸۲ په سلو کې نارینه چې پراخ اکثریت ګڼل کیږي، د سولې او پخلاینې د هلو ځلو ملاتړ کوي.

دغه راز سروې ښيي، چې تیرکال په سلو کې څلویښتو او وړم کال په سلو ۵۶ کسانو د طالبانو له اهدافو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی و، خو سږکال دغه شمېر ۲۹ فیصدو ته را کوز شوی.

د افغانستان جمهور رییس د نړیوالې ټولنې په ملاتړ له کلونو راهیسې طالبانو ته د سولی وړاندیزونه کوي.

خو په هرحال دغه سروې د روان کال په جولای میاشت کې او د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني له وژلو کېدو تقریباً دوه میاشتې مخکې ترسره شوې.

برهان الدین رباني چې د دولت د سولې د زیارونو مشري یې کوله د تیرې سپټمبر د میاشتې په شلمه د یوه انتحاري بریدکوونکي له خوا چې ځان یې د طالبانو له لوري د سولې استازی معرفي کړی و ووژل شو.

د برهان الدین رباني وژل کیدو په افغانستان کې د لس کلن جنګ د سوله ییز حل هلې ځلې په شا وتمبولې.

سروې دا هم څرګندوي، چې په سلو کې ۴۶ پوښتل شوي کسان په دې باور دي، چې د هېواد چارې روغ لوري ته درومي.

د دغه باور لوی عوامل دا دي، چې د افغانستان په ځینو سیمو کې د بیارغونې او آبادۍ چارې روانې دي او د امنیت او تعلیم وضعیت هم بهتر شوی دی.

خو له تیرو شپږو کلونو راهیسې چې دغه سروې پیل شوې د لومړي ځل لپاره د هغو کسانو شمیر زیات شوی، چې باور لري، د هېواد چارې ناسم لوري ته درومي.

تیرکال په سلو کې اوه ویشتو پوښتل شویو کسانو ویلي وو، چې د هیواد چارې ناسم لوري ته روانې دي، خو سږکال دغه شمېر ۳۵ فیصدو ته اوچت شوی.

سره له دې چې سروې ښیي، چې اکثریت افغانان د حکومت له کارکرده ګي ځان راضي ښيي، خو دا یې نه دي ویلي، چې په خپله له جمهور رییس او مشرانو خوشاله دي او که نه.

مخالفین او نړیواله ټولنه په جمهور رییس کرزی انتقاد کوي، چې د اداري، فساد د مخنیوي لپاره یې موثر اقدامات نه دي کړي او پارلمان یې له پامه غورځولی دی.

د سږکال په سروې کې د لومړي ځل لپاره پوښتل شویو کسانو اداري فساد د ورځني ژوند یو لوی مشکل ګڼلی دی.

په سلو کې ۳۸ پوښتل شویو کسانو په ټول هېواد کې نا امني خپل لوی مشکل ګڼلی دی، خصوصا هغو کسانو چې د هېواد په جنوب او ختیځو ولایاتو کې یې په دغې سروې کې برخه اخیستې.

نورو ویلي دي، چې بیکاري، اداري فساد او بې وزلي د دوی له ټولو لویه ستونزه ده.

په سلو کې ۷۱ پوښتل شویو کسانو ویلي دي، چې له دې ویره لري، چې د هیواد له یوې سیمې بلې ته سفر وکړي.

د ایشییا فونډیشن مشر ډېوېډ ارنولډ چې دغه سروې یې ترسره کړې وایي، نا امني د افغانانو له ټولو لویه ستونزه ده.
XS
SM
MD
LG