د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

په استانه کې د بن کنفرانس پر تياريو خبرې وشوې


د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول
د افغانستان په اړه د قزاقستان په مرکز آستانه کي نن یو کنفرنس جوړ شو او د جرمنی د بن کنفرنس لپاره چي د ډسمبر په پنځمه به جوړ شي د تیاریو پر لارو چارو خبرې وشوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمې رسول د کنفرنس په پرانستونکې وینا کی د کوربه هیواد قزاقستان له چارواکو څخه مننه وکړه چي د افغانستان په اړه ددغه سیمه ایز کنفرنس د پرانيستلو په کار کي یې زیاتې هلې ځلې کړي دي.

ډاکتر رسول زیاته کړه، د آستانه کنفرنس د افغانستان د سیاسي او امنیتي حالت په اړه د جدې او کابل د کنفرنسونو په لړ کی جوړ شوی او د بن د کنفرنس د بریالیتوب پر لارو چارو پکی خبرې کیږي.

ډاکټر زلمې وویل:

د افغانستان خلک د جګړو او وژنو څخه ستړې شوې او د یوې آرامې، سوکالې او ډموکراټیکې ټولنې د جوړولو لپاره پوره ژمن دي.

ده وویل: تېر لس کلونه د افغانستان به تاریخ کی مهم او جوړوونکی کلونه وو او افغانستان پکي زیاتې لاسته رواړنې درلودې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، د افغانستان دولت تر ډېره حده هڅه کړې چي د نړیوالو پام دي مسئلې ته راوړاوي چې د تروریزم او افراطیت ریښې له افغانستان څخه بهر دي.

ډاکټر رسول د تروریستانو د امن ځایونو په اړه وویل:

د تروریستانو امن ځایونه او د روزنې ځایونه لا هم فعاله دي او نه یوازې د افغانستان امنیت او ثبات ته یی ګواښونه رامنځ ته کړې بلکې د سیمې امنیت یي هم له خطر سره مخ کړی دی

له طالبانوسره د سولې او پخلاینې په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل:

“د طالبانو د وسله والې جګړې په اړه باید ووایم چی موږ لا هم په دې باور یو چي دا ستونزه یوازې له پوځي لارې نه حلېږي . د سولې د عالی شوری د رئیس استاد برهان الدین ربانی له قتل سره سره، موږ د یوه سیاسي حل د لارې د میندلو په لټه کی یو تر څو په هیواد کی یوه دوام داره ، پراخه او آبرومنده سوله ټينګه شي”.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، سولې ته درسیدو لپاره باید د طالبانو له اصلي مشرتابه سره خبرې وشي او په دې کار د ګاونډي هیواد پاکستان مرسته او همکاری ډېره مهمه ده.
XS
SM
MD
LG