د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

د سمنګان ولایت د تفاهم او پیوستون شورا له لویې جرګې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ


د سمنګانو ولایت د تفاهم او پیوستون شورا، په داسې حال کې چې د دودیزې لویې جرګې د جوړیدو ملاتړ کوي، ترې غواړي، چې پر داسې موضوعګانو دې مشورې وکړي، چې په هیواد کې د ملي یووالی، د سولې د ټینګښت او د هیواد د ترقي ضمانت وکړي.

د سمنګانو ولایت د تفاهم او پیوستون شورا چې د دې د لسګونو پلویانو په ګډون د سې شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوې وه، جرګې یې په هېواد کې د هرډول ستونزو د حل غوره لاره وګڼله.

د دې شورا رییس نجیب اله خرم وویل:

″هره جرګه، ناسته یا مشوره، چې د اصلاح او د ټولنې د سوکالۍ لپاره وي، د تایید وړ ده. د نننۍ غونډې هدف د ملي جرګو له دود څخه ملاتړ دی، موږ د هر هغه اقدام ملاتړ کوو، چې د هیواد په ګټه وي، نه یوازې له دودیزې لویې جرګې بلکې د بل هر ورته اقدام څخه.″

د شورا مسوولینو وویل، دېرش کلنو جنګونو په هیواد کې ډېرو مادي او معنوي ارزښتونو ته زیان ورساوه، خو اوس چې د دوی د بیارغونې لپاره هر مثبت ګام پورته کېږي، باید ملاتړ یې وشي.

دوی داهم وویل، په کابل کې د دودیزې لویې جرګې د جوړیدو سره سم ځینو کورنیواو بهرنیو کړیو هڅې پیل کړي، چې جوړیدونکې دودیزه جرګه دې خلکو ته یوه بې ګټې هڅه وښي، حال داچې کېدای شي، دا جرګه په هیواد کې روانو ستونزو ته د حل ګټورې لارې ومومي.

د شورا د غونډی یوګډون وال مولوي احسان الحق وویل:

″هغه کړۍ چې دې جرګی سره مخالفت کوي، ممکن سیاسي اختلاف ورسره ولري او یا داچې خپل مقام او ګټي په خطر کې احساس کړي او بهرنۍ کړۍ هم هڅه کوي د خلکو ذهنونه ګډوډ کړي، خو افغانانو ته په کار ده، چې په هیواد د مثبتو او ګټورو تصامیمو ملاتړ وکړي.″

ټاکل شوې ده، چې دودیزه لویه جرګه د هیواد د ټولو ولایتونو د څه باندې دوه زرو استازیو په ګډون د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شي.

له بلې خوا کله چې د دې جرګې د جوړیدو تصمیم نیول شوی، ځینو افرادو، اشخاصو او د حکومت یوشمېر مخالفو سیاسي ګوندونو ورسره مخالفت ښودلی.

ولسي جرګې هم دا جرګه غیرقانوني ګڼلې ده.

خو د دودیزې لویې جرګې له جوړیدو څو ورځې مخکې د ولسي جرګې اداري هیات وویل، چې د ولسي جرګې د دوه سوه نهه څلویښت غړو له جملې څخه د تیرې شنبې ترورځې پورې څه یوسلو اتیا تنو په دودیزه لویه جرګه کې د ګډون فورمې ډکې کړي دي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG