د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

هما سلطاني غواړي د سولې په اړه خپلو هڅو ته نوی رنګ ورکړي


په ولسي جرګه کې د غزني استازې هما سلطاني وایي، په افغانستان کې د سولې په وړاندې یوازنې خنډ د باور دفضا نشتوالی دی او زیاتوي ترهغو، چې دا ستونزه حل نه شي د سولې لپاره روانې هڅې به مطلوبه نتیجه ورنه کړي.

هما سلطاني د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې غواړي خپلې دغې مبارزې ته د یوه خوځښت رنګ ورکړي او د دغه هدف لپاره نور افغانان هم ورسره ملګري شي.

هما سلطاني د اوس لپاره د ټرانسپورټ پخوانی وزیر احسان جاوید او د پل تخنیک پوهنتون استاد نوید زیوري له ځان سره ملګري کړي او په نورو خلکو یې هم غږ وکړ، چې ورسره یوځای شي.

میرمن سلطاني زیاتوي ترڅو چې د سولې لپاره بې طرفه منځګړیتوب رامنځ ته نه شي، نه د سولې عالي شورا څه کولای شي او نه هم دودیزه لویه جرګه.

″د جګړې اصلي لوري خوله وړاندې خپل دریځ اعلان کړی، هغوی خپل مخالفت له دودیزې لویې جرګې او د دغې جرګې له نتایجو سره اعلان کړی، حتی تردې چې د جرګې ګډونوالو ته یې ګواښونه هم کړي.

دا په دې معنا چې، د جګړې اصلی لوری دغه جرګه نه مني، کله یې چې هغوی نه مني زه حیرانه یم چې حکومت ولې شله ګي کوي.

هغوی وویل، چې د سولې عالي شورا هم نه غواړو خو حکومت شله ګي وکړه، چې نه باید وي، دا هغه پوښتنې دي چې حکومت یې باید ځواب کړي.″

میرمن سلطانی یوځل بیا ټینګار وکړ، چې ملاعمر په افغانستان کې دی او دا ورسره ټیلفوني اړیکه لري.

نوموړې د خپلې ادعا په وړاندې د ولسمشر کرزي په چوپتیا انتقاد وکړ او ویې ویل دا نه پوهیږي چې ولې ولسمشر په دې برخه کې بې تفاوته دی.

د سلطاني دغه ادعا مو د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر سره شریکه کړه، د دغه دفتریوه مسوول د هماسلطاني دغه ادعا د خندا وړ وبلله او ویې ویل چې له ملاعمر سره لیده کاته د هماسلطاني له واکه پورته خبره ده.

خو په ورته وخت کې میرمن سلطاني وایي، که چیرې یې ادعا غلطه وي نو دا اشد مجازات ته هم چمتوده.

″تاسو وګورﺉ حکومت له موږ نه مکتوب وغوښت مکتوب مو راوړ، ویډیو یې وغوښته ویډیو مو راوړه.

ښاغلی ولسمشر خپلې دروازې زموږ په وړاندې تړلي او ترننه پورې یې په دې اړه چوپتیا غوره کړې، چې د نوموړي چوپتیا موږ ته یو سوال دی.

ما پخوا هم د رسنیو له لارې ویلي، که چیرې زما خبره ریښتیا وي، نو ولې ولسمشر د سولې لپاره ځنډ رامنځ ته کوي او که دروغ وي ولې میرمن سلطاني محکمې ته نه کش کوي، ما ویلي، چې زه د دروغو په صورت کې اشد مجازاتو ته هم چمتو یم.″

میرمن سلطاني له دې وړاندې هم څوڅوځله ادعا کړې، چې د طالبانو له مشر ملامحمد عمر سره یې له نږدې کتلي او دا یې د مصلح په توګه غوره کړې ده.

دا وایي د روان کال د چنګاښ په ۷ نیټه ملاعمر د کابل پنځوس کیلومترۍ ته هم راغلی و.

ټاکل شوې په دودیزه لویه جرګه کې له وسله والو مخالفینو سره د سولې په روان بهیر هم خبرې وشي.
XS
SM
MD
LG