د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

هېګ: له ۲۰۱۴ کال وروسته هم افغانستان د اروپايي ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري


د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ
اروپايي اتحاديې موافقه وکړه، چې په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې له افغانستان څخه د ناټو د حربي ځواکونو تر وتلو مخکې له دې هيواد سره د اوږدمهالو همکاريو پر تړون خبرې وکړي.

د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرانو پرون د بلجيم په مرکز بروکسل کې اروپايي کميسون او د اروپايي اتحاديې د بهرنيو اړيکو مشرې کاترين اشټن ته واک وسپاره؛ چې د افغانستان له حکومت سره د اوږدمهالو همکاريو د تړون او پرمختيايي چارو په باب خبرې وکړي.

د فرانس پريس خبري اژانس د راپور له مخې د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ وويل:

″په ۲۰۱۴ کې وروسته له دې چې امنيتي مسووليتونه افغانانو ته وسپارل شول د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې د ملاتړ او د دغه هيواد د پر له پسې پرمختګ لپاره په کار ده، چې اروپايي اتحاديه پلان ولري.

د ناټو په مشرۍ نړيوال ځواکونه په تدريجي ډول له افغانستانه په دې هدف وځي، چې په راتلونکو درو کلونو کې د طالبانو پرضد د جګړې پوره کنټرول افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري.

اروپايي اتحاديه او د هغې ۲۷ غړي هيوادونه له افغانستان سره د کال شاوخوا يو مليارد يورو مرسته کوي.

د اروپايي اتحاديې د باندنيو چارو وزيرانو وويل، دا تړون به له افغانستان سره د اروپايي اتحاديې د اوږدمهالو همکاريو لومړني تړون وي، چې تر ۲۰۱۴ پورې او له دې کال وروسته يې له دې هيواد سره لاسليکوي.

له ۲۰۱۴ کال وروسته به له هر پلوه د ملي حاکميت خاوند افغانستان د خپلو ټولو امنيتي چارو بشپړ مسووليت په غاړه واخلي او د نړيوالې ټولنې پر يوه باثباته او مسوول غړي به بدل شي.

د دې پروسې د کاميابې بشپړتيا د يقيني کولو لپاره نړيوالې ټولنې ته په کار ده، چې د انتقال په پړاوونو کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG