د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

ترکمنستان او پاکستان د ګازو د پايپلان پر پروژې موافقه وکړه


د ترکمنستان ولسمشر د پاکستان له صدراعظم يوسف رضا ګېلاني او نورو چارواکو سره
د ترکمنستان ولسمشر د پاکستان له صدراعظم يوسف رضا ګېلاني او نورو چارواکو سره
ترکمنستان او پاکستان نن موافقه وکړه چې د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ترکمنستان د ګاز د پایپ پر پروژې کار چټک کړي.

د ترکمنستان ولسمشر قربانګلي بيردي محمدوف نن له خپل پاکستاني سیال آصف علي زرداري سره په کتنه کې موافقه وکړه چې د ټپي TAPI د ګاز د پایپ لاین پروژې کار باید چټک شي.

د ټپي پایپ لاین د پروژې د چارو د چټکولو په اړه توافق پاکستان ته د ترکمنستان د ولسمشر قربانګلي بیردي محمدوف د یو ورځني سفر په ترڅ کې نن په اسلام آباد کې وشو.

ټپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د هېوادونو د نومونو د پیل د تورو په معنا او هغه پروژه ده چې د ترکمنستان د ګاز پراخې زېرمې د افغانستان له لارې د جنوبي آسیا بازارونو ته لېږدوي. د دې پایپ لاین اوږدوالی 1680 کیلومتره دی او ټاکل شوې ده چې د ترکمنستان له دولت آباد سیمې څخه به اوه ویشت میلیارده مترمکعب طبیعي ګاز د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته انتقالوي.

د ترکمنستان ولسمشر په اسلام آباد کې له خپل پاکستان سیال سره تر کتنې وروسته په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې هېواد یې له پاکستان سره د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو ته لېوال دی. قربانګلي بیردې محمدوف له پاکستان سره، په تېره بیا په اقتصادي او تجارتي برخو کې د خپل هېواد د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

په غونډه کې د پاکستان ولسمشر اصف عليٍ زرداري وویل، TAPI پایپ لاین به د انرژۍ د سرچینو په برابرولو او د امنیت په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي او په سیمه کې اقتصادي ثبات به یقیني کړي.

د پاکستان او ترکمنستان ولسمشرانو له تروریزم، د نشه یي موادو او وسلو له قاچاق او له غیرقانوني مهاجرتونو سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو ترمینځ د همکارۍ پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
XS
SM
MD
LG