د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

١٠ تنه افغان سرحدي پوليس په تاجکستان کې وروزل شول


دغه افسران د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان يا OSCE په مرسته وروزل شول، د دغه سازمان په راپور کې ويل شوي، د دې روزنيزې دورې هدف د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پرته پوله د امنيت ټينګښت دى.

لسو افغان افسرانو ته د بشري حقونو د ساتنې د تاريخ او تجربو، دغه راز په هراړخيز امنيتي چوکاټ کې د جنسيت د مسايلو په باب روزنه ورکړل شوه. دغه ډول روزنه له ٢٠٠٩م کال راهيسې د تاجکستان پوځي افسرانو ته هم ورکول کېږي.

دغه روزنيزه دوره د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې د لوېديځ په شل کيلومترۍ کې د پوځي روزنې په يوه مرکز کې بشپړه شوه.

په تاجکستان کې د OSCE دفتر مشر ايوار ويکي د دغه روزنيز پروګرام تر بشپړېدو وروسته وويل:

”په دغه کورس کې چې د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان له لوري پرانيستل شوى و، ګډونوالو ته مهم مهارتونه او پوهه ورکړل شوه، دا به له افغان سرحدي پوليسو سره د تاجکستان د پولې په اوږدو کې د غيرقانوني خوځښتونو او فعاليتونو په تشخيص او مخنيوي کې مرسته وکړي“

دغه روزنيزه دوره د امريکا په مالي مرسته جوړه شوې وه چې د روسيې فډراسيون او امريکا روزونکو يې مشري کوله.

د افغانستان او تاجکستان پر پوله وخت ناوخت د ناامنۍ پېښې هم کېږي، د روسيې او د منځنۍ اسيا د نورو هېوادونو چارواکي وايي له افغانستان څخه د مخدره موادو د قاچاق لار له تاجکستان څخه تېرېږي چې پر دغه سرحد جدي څارنه په کار ده.
XS
SM
MD
LG