د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

افضلي:۲۴۰۰۰۰بې روزګارو ته به حرفي زده کړې ورکړو


د کار او ټولنیزو چارو وزیره امنه افضلي
د کار او ټولنیزو چارو وزیره امنه افضلي
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې په پام کې لري تر دوه زره څوار لسم میلادي کال پورې دوه لکه څلویښت زره کسانو ته حرفوي او مسلکي زده کړي ورکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیرې امنه افضلي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د حرفوي او مسلکي زده کړو په هدف د یوه تړون د لاس لیک په مراسمو کې وویل، چې د دوي تیر روزنیز پروګرامونه ګټور وو.

میرمن افضلی وایي، هغه خلک، چې په دې روزنیزو پروګرامونو کې یي ګډون کړې وو توانیدلي، چې کار پیدا کړي.

نوموړي د خپلو راتلونکو روزنیزو پروګرامونو په اړه وویل:

(له نیکه مرغه افغان دولت په دې توانیدلی، چې نږدی اتیا زره کسان په تیرو څو کلونو کې و روزي، که چېرې موږ د هر کال شمېره ورکړو، نو موږ له دیارلس زره څخه زیات کسانو تر روزنې لاندې نیسو، چې حرفوي او مسلکي زده کړې تر لاسه کوي.

له روزنې وروسته چې هغوي څیړل کیږي، نږدی شپږ اتیا فیصده یي، کار پیدا کوي، لکه څرنګه مو چې د کابل کنفرانس ته پروګرام ورکړی موږ په پام کې لرو، تر دوه زره څوارلسم میلادي کال پورې دوه لکه څلویښت زره کسانو ته حرفوي او مسلکي زده کړه ورکړو او غیرې ماهر کسان ماهر کړو او د کار په بازار کې یي جذب کړو.)

د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د افغانستان لپاره، د بیارغونې او د انرژی د خوندي کولو موسسې ترمنځ د حرفوي زده کړو د نوي تړون له مخې به په کونړ ولایت کې یوسله پنځه شپیته نارینه او ښځو ته د خیاطۍ، د چرګانو د پاللو، د موبایل د تخنیک او جنراتور په جوړلو کې به د اوو میاشتو په موده کې زده کړه ورکړل شي.

د امنه افضلي د وینا له مخې، په دې پروژه څه باندې درې میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د وزارت د پراختیایي بودیجې له خوا ورکول کیږي.

د کار او ټولنیزو چارو داسې مهال د حرفوي زده کړو لپاره خپل پروګرامونه اعلانوي، چې د شمېر له مخې اوس مهال درې میلیونه وګړي، بې روزګاره دي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد صیف الدین سیحون په افغانستان کې د بې کسه کسانو لپاره د کسب د زده کولو پروګرامونه کم دي خو وایي، چې د پوهنې او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونه باید په ګډه د بې کسبه کسانو روزلو ته دي اوږد مهاله پروګرامونه جوړ کړي.

استاد سیحون وایي، هله به په افغانستان کې د بې کارۍ کچه را ټیټه شي، چې په بېلا بېلو برخو کې زرګونه کسان وروزل شي، څو نورو خلکو ته خپل مهارتونه ورسوي:

(د کار او ټولنیزو چارو وزارت او یا هم د نورو موسسو کړنې، ډیرې کمې دي، د دوي پروګرامونه پروژوې دي، تل پاتې او اوږدمهاله نه دي، چې د یوې ستراتیژی په اساس یي په پام کې ونیسي او د افغانستان له اقتصاد سره یي ارتباط تامین کړی.

زما په اند، دیته اړ تیا ده، چې موږ باید یو یا دوه میلیون کسان وروزو، څو هغوي د پروژو د پلي کولو او بشپړولو توان پیدا کړي.)

له دې مخکې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بې کارۍ د کچې د راټیټولو په هدف د جایکا موسسې په ګډون له یو شمېر نړېوالو موسسو سره تړونونه لاس لیک کړي، څو افغان کار ګران بهرنیو هېوادونو په ځانګړي توګه خلیجي هېوادونو ته د کار لپاره ولیږي.

په افغانستان کې د بې کاری ستونزه ډیره لوړه شوي، چې د دې ستونزې له امله کله ناکله یو شمېر افغان ځوانان غیرې قانوني مهاجرتونو ته اړ کیږي، چې ډیر ځله دغه ځوانان د یونان او یا هم د اندونزیا په اوبو کې د کبانو او بحري ژوو خوراک کیږي.

ذکیه غیاثي نذیر،کابل
XS
SM
MD
LG