د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

"د تماس د نړېوالې ډلې د غونډې په سر کې به د بن د دویمې ناستې په اجنډا بحث وشي"


ویاند جانان موسی زی
ویاند جانان موسی زی
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت په وینا د تماس د نړېوالې ډلې په دولسمه غونډه کې به د بن د دویمې ناستې په اجنډا بحث وشي.

د تماس د نړېوالې ډلې دا غونډه د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ د قزاقستان په پلازمینه استانه کې جوړیږي، چې په کې د بن د دویمې ناستې لپاره روانې تیارۍ ارزولې کیږي.

د دغه وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي او د شوېو پرمختګونو په اړه به د افغان لوري نظر څرګند کړي:

(موږ هیله مند یو، چې د تماس د نړېوالې ډلې په دې غونډه کې به د بن د دویمې ناستې د اجنډا په ګډون په ځینو مهمو مسایلو خبرې وشي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو زیر په دې غونډه کې ګډون وکړي. د تماس د نړېوالې ډلې دا غونډه د افغانستان او جرمني له خوا په ګډه اداره کیږي.)

تر دې مخکې د تماس ډلې په کابل او اسلو کې هم ناستې درلودلې، چې د بن د دویمې نړېوالې ناستې لپاره د تیاریو په لړ کې جوړې شوې وې.

د بن د دویمې ناستې لپاره دا تیارۍ په داسې حال کې په نهایي کېدو دي، چې د افغانستان په اړه یوه بله سیمه ایزه ناسته اوس اوس د ترکیي په اسټانبول کې جوړه شوې وه.

که څه هم افغان دولت په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د سیمې او ګاونډ د هېوادونو د همکاریو د جلب لپاره مهمه بللې، خو ځیني کتونکي بیا وایي، چې افغانستان ونشوای کړای، چې شته ستونزې په سمه توګه مطرح کړي.

د افغان لوري له خوا د اسټانبول په کانفرانس کې د اساسي ستونزو د نه مطرح کولو یو اساسي علت دا ښودلې کیږي، چې حکومت داسې غونډو ته د تګ لپاره په کور دننه پراخې مشورې نه کوي.

د افغانستان د لیبرال ګوند مشر اجمل سهیل هم دا ستونزې تاییدوي او وایي، چې د تیرو لسو کلونو په څیر د بن په اړه هم خلک، سیاسي ګوندونه او مدنې ټولنې معلومات نه لري، چې څه به کیږي:

(د افغانستان ځیني دولتي کړۍ داسې ادعاوې کوي چې ګنې د راتلونکي ۵کالو یا ۱۰کلوپه هکله د نړېوالې ټولنې حضور او یا د نړېوالو ځواکونو حضور په هکله باندې به په دې ناسته کې خبرې وشي، خو ځیني پټ معلومات دا ښيي چې په دې کې به ځانګړې پریکړې کیږي چې له بده مرغه افغانانو ته په نورو مسایلو کې ورته معلومات نه دي رسیدلي په دې مسایلو کې هم ورته معلومات نشته.)

تر دې مخکې مدني ټولنو څو څو وارې له دولت نه غوښتي، چې د بن د دویمې نړېوالې ناستې په اړه باید خپله اجنډا او پروګرامونه له دوي سره شریک کړي.

خو افغان حکومت بیا دا انتقادونه بې ځایه بولي او وایي، چې تل یي د نړېوالو ناستو په اړه، چې د افغانستان په اړه جوړې شوې خلکو ته دقیق معلومات ورکړي او د یوې ځانګړې اجنډا سره یي په کې برخه اخیستې.
XS
SM
MD
LG