د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

کتونکي:ایران د لويي جرګې د ګډوډولو لپاره لستوڼي بډوهلي


د لویي جرګې د جوړولو کمیسیون وایي، که څه هم په دې جرګه کې د ګاونډیو هېوادونو د مداخلې په اړه خپله شواهد نه لري، خو که له بل چا سره وي، نو له دې کمیسیون سره دې شریک کړي.

د لویي جرګې د جوړولو کمیسیون دا خبره په داسې حال کې کړې، چې ځینې کتونکي ایران تور نوي، چې د لویي جرګې د مشورې د اغیزمنولو لپاره یي د جرګې په ګډونوالو پیسې ویشلې دي.

د دغه کمیسون ویانده صفیه صدیقي وایي، هر چا سره چې دا ډول اسناد وي چې د ایران دغه کار ښکاره کړي نو دوي سره دې شریک کړي:

(که بیا هم تاسې ددغسې اشخاصو سره مخ شوي یاست نو د مهربانۍ له مخې موږ ته يي هم راوپیژنۍ.

دا چې جرګه خپل تګ لاره لري هغه څوک چې جرګه ګډوډوي که وپيژندل شي نو قانوني چلند به ورسره وشي.)

ایران او پاکستان د سیمې هغه دوه هېوادونه دي چې د امریکا په څیر له ځواکمنو هېوادونو سره د افغانستان له ستراتیژیکو اړیکو سره مخالفت لري.

ایراني چارواکو مخکې هم څو څو ځله واضح ویلي وو، چې دا ډول تړون د دوي د ملي ګټو پر ضد دي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وایي، چې ایران د دغه تړون له لاسلیک کولو سره له اوږدې مودې راهیسې خپل مخالفت څرګند کړی او نه غواړي چې دا تړون لاسلیک شي.

ښاغلي سعیدي د عالمانو د شورا وروستۍ اعلامیي ته هم اشاره وکړه، چې د هغه په وینا د ایران په غوښتنه د دې جرګې پر ضد خپره شوې وه:

(زه باور نه لرم کله چې ددې جرګې کنټرول نه وي نو لاسته راوړنې به يي څه وي. ما هغه اعلاميي ولوستلې چې د عبدالله ذاکري له خوا راغلی چې دې جرګې ته يي د مردود نوم ایښی دی)

په دې جرګه کې ، چې ټاکل شوې د روانې اونۍ په پای کې په کابل کې پرانیستلې شي د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو سربیره په هېواد کې د سولې په روان بهیر هم خبرې وشي او په دې اړه افغان دولت ته مشوره ورکړای شي.

یو شمېرعام افغانان هم په دې اند دي چې باید په دې جرګه کې هغه خلک ونډه واخلي چې خرڅ شوي نه وي او هېواد او خلکو ګټې په پام کې ونیسي.

زیات شمېر کارپوهان په دې اند دي چې امریکا سره د افغانستان ستراتیژیکې اړیکې به په افغانستان کې د پاکستان او ایران د مداخلې مخه ونیسي او همدا لامل دې، چې دغه دواړه هېوادونه هڅه کوي د داسې یو تړون مخه ونیسي.

خو دا، چې دا جرګه به له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو په اړه افغان دولت ته څه ډول سپارښتنه وړاندې کړي، دا به د دې جرګې په پای کې څرګنده شي.
XS
SM
MD
LG